BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:20 گرينويچ 2007 ,07 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د مريخ نيمايي برخه کيداى شي کنگل وي
مريخ
د مريخ په شمالي قطب کې د يخو ټوټې ښايي دومره غټې وي چې په ويلېدو يې کيداى شي هلته سمندر وزېږي
امريکايي ساينس پوهانو ويلي له مريخ څخه اخيستل شويو انځورونو ښودلې چې د دې سيارې نژدي نيمايي برخه په کنگلو پوښل شوې ده.

د څيړونکو په خبره د اوبو د پلټنې طريقې تر پخوانۍ هغو ډېره دقيقه نتيجه ورکوي .

دغه معلومات کولى شي چې په راتلونکي اگست کې د کنگل د لټې لپاره مريخ ته د نوې وسيلې د استولو لپاره ډير گټور وخېژي .

د ساينس پوهانو لخوا تر لاسه شوي معلومات داښيي چې په مريخ کې داسې ژورې دي چې کيداى شي د هغو پر مخ د سيارې په سرې برخې کې کنگل وي .

د مريخ په شمالي قطب کې د يخو ټوټې ښايي دومره غټې وي چې په ويلېدو سره يې کيداى شي په دې سيارې کې سمندر پيدا شي.

ساينس پوهانو تر اوسه پورې د مريخ په مدار کې د ايښودل شوې وسيلې په مرسته هلته داوبو پلټنه کوله .

دغه وسيله د سيارې پر مخ د راډيو اکتيف د وړانگو کچه اندازه کوي او هغه مواد تشخيصوي چې دغه وړانگې تر ې جوړيږي . خو د اندازه کولو دقيقوالى په څو کيلو مترونو کې محدوديږي.

د اريزونا په پوهنتون کې ډاکتر جو شيا بنفيلډ د کنگل د موندلو نوې وسېله اختراع کړې ده چې په وينا يې کولى شي د سيارې پر مخ کنگل معلوم کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
فضا ته د ختلو نوې سيالۍ
15 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت