BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:41 گرينويچ 2005 ,15 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فضا ته د ختلو نوې سيالۍ
چين وروستى هيواد شو چې فضا ته د ختلو هڅې يې پيل کړې .
چين تېره اوونۍ په دوهم ځل فضا ته د خپل ستور مزلي په لېږلو سره دا ثابته کړه چې دوى هم د هغو يوازي د گوتوشمېر هېوادونو په ډله کې راځي چې فضا ته يې لار موندلې ده.

خو څرنگه چې چين غواړي په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ وليږي، او همداراز يې د امريکا او هندوستان په څېر سپوږمۍ ته د خپلو ستور مزلو د لېږلو په اړه خپله لېوالتيا ښودلې، دا ښيي چې يوه نوې فضايي سيالي پيل شوې ده.

هندوستان هم د چين تر اعلان وروسته سپوږمۍ ته د خپلې فضايي بېړۍ د لېږلو په اړه خپل هوډ څرگند کړ او په دې لړ کې يې د اروپا له فضايي ادارې سره د گډو ازمويونو په اړه يو تړون لاسليک کړ.

جاپان هم له وړاندي لا سپوږمۍ ته خپله فضايي بېړۍ لېږلې ده.

ددې تر څنگ امريکا مريخ ته هم د ستورمزلي د لېږلو اعلان کړى دى.

خو له دې سيالۍ سره سره کارپوهان په دې باور دي چې هېوادونه به اړ وي چې د دغسې لو يو او گرانو پروژو په لړ کې له يوه او بل سره همکاري وکړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت