BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:43 گرينويچ 2007 ,11 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کمال بهزادي مو د اوومې سټوډيو ميلمه وۀ
کمال بهزادي، ميروس مياخيل او انډرس ايلوس د بي بي سي پښتو او درى څانگې مشر سره
دا د کمال بهزادى غوندې کسانو د زيار او هڅو نتيجه وه چې په بي بي سي کې يې د پښتو جنډه لوړه وساتله
کمال بهزادي چې د بي بي سي پښتو خپرونې تکړه وياند او پروگرام جوړونکى دى په لوگر ولايت کې زيږيدلى دى.

کمال بهزادي د يوه زدکوونکي په توگه دلته په لندن کې اوسېده او د بي بي سي په پروگرامونو کې به يې ونډه اخيستله.

له لوگره تر لنده د کمال بهزادى سفر ډير پړاونه لري. نوموړى تردى وړاندې په کابل راډيو کې د تعليمي پروگرامونو مسول وو او په بي بي سي کې يې پخپله نږدې ٣٠ کلنه دوره کې د ورځنيو خپرونو تر څنگ يو شمېر ځانگړي پروگرامونه هم جوړ کړي چې په هغو کې يې د نشيي توکو او د افغانستان د تعليمي سيستم په اړه د ځانگړو پروگرامونو لړۍ د يادونې وړ دي.

کمال بهزادي د خپلې خوږې خاطرې په هکله داسي وايې:

"زه او ملگري مې له چمن نه په يوه پيک اپ موټر کې کندهار ته روان وو. په دې موټر کې لس دوولس وسله وال مجاهدين هم ناست وو. په نيمه لار کې د لمانځه لپاره ايسار شو ، مجاهدين زما د دوست له خولې خبر شول چې زه کمال بهزادي يم . دوې کتار ودريدل او د "دا لندن دې " د ويلو وروسته يې په ډزو يي پيل کړ"

دا د کمال بهزادى غوندې کسانو د زيار او هڅو نتيجه وه چې په بي بي سي کې يې د پښتو جنډه لوړه وساتله.

حشمت الله خاناوومه سټوديو پروگرام
فلم جوړوونکى حشمت الله خان مو ميلمه دى
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت