BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:02 گرينويچ 2007 ,10 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فلم جوړوونکى اوفلمي ستورى حشمت الله خان مو ميلمه وۀ
 حشمت الله خان

تيره اوونۍ مو په اوومه سټوډيوکې په سينما خبرې وکړې او ميلمه يې فلم جوړوونکى اوفلمي ستورى حشمت الله خان وۀ.

نوموړى په کابل کې زيږيدلى اودنادريې ليسه يې پاى ته رسولې ده . بيا هندوستان ته ولاړ اولوړې زده کړې يې په سياسي علومو کې په ډهلي کې پاى ته ورسولې .

وروسته يې فلم جوړولو ته مخه کړه اودبمبيي داکټ ښوونځى يې پاى ته ورساوۀ. لومړنى ونډه يې دمهشور هندي فلم جوړونکي جاني واکر په فلم کې وه چې پونچي هوهي لوگ نوميدۀ.

د هيلو پسرلى
د حشمت الله خان وروستى فلم د هيلو پسرلى نوميږي چې په پښتو اودري ژبو دى

بل فلم چې ده پکې ونډه لرله دوينودپاندې فلم وو.
دريم رول يې دبند دروازه په فلم کې وو.

ښاغلي حشمت لله خان په ممبي کې پخپل شخصي لگښت دفلم جوړولو په برخه کې نوره زده کړه وکړه.

ددايرکتر په توگه يې لومړنى فلم دسيتاره البوم فلم و چې داحمد ظاهرسندرې يې پکې راټولې کړې وې اويو ويديويي فلم يې ترتيب کړى وو.

درويا په نوم دده لومړنى افغاني سيمنايي فلم رويا نوميدۀ. بل زوزنيز فلم يې گران افغانستان نوميدۀ چې افغان ماشومانو ته يې ځانگړى کړى و. دافلم په واشنگتن کې جوړ شوى وو.

دده وروستى فلم دهيلو پسرلى نوميږي چې په پښتو اودري ژبو دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت