BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:02 گرينويچ 2006 ,20 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يو کوچنې او لړم

د بنجاري خورجين د پنځوڅخه تر نهو کلنو ماشومانو لپاره يوه تفريحي او تعليمي خپرونه ده. په دې خپرونه کې بنجاري د خپلې جادويي خورجين سره کوڅه په کوڅه ګرځي اود هغو شيانوپه واسطه چې دده په خورجين کې دي ماشومانوسره دهغوى دژبنۍ وړتيا د انکشاف،شمير د زده کړې، افاقي مالوماتو په ترلاسه کولو، د ټوکوپه اورولو او نورو په زړه پورې پرله پسې کيسوپه کولو مرسته کوي.

لړم


لړم
بنجاري وايي چې داشى چې تاسو يې نښې وايئ لړم دى او ماشومان پوهوي چې دا ډېر خطرناک خزنده دى،

ټول چاپيريال د هغوکارګرانو غالمغال پرسراخيستې چې د ورانو شوو کورونوپه بيا جوړنې بوخت دي. د ودانيودجوړونې موادهرې خوا تر سترګو کيږي.جميل يو کوچنى ماشوم دى چې يوه ټوټه ډوډۍ يې په لاس کې ده او غواړې د لوبو لپاره د خښتو يوې ډيرۍ ته ولاړشي، خو آمنه يې په وارخطايۍ هغه ځاى ته له تګ څخه منع کوي.

جميل حيرانيږي او له آمنې څخه يې دسبب پوښتنه کوي.آمنه ورته وايي چې يوڅوشېبې د مخه يې يوچيچونکى خزنده وليد چې د همدې خښتو منځ ته ورننوت، داچې دا خزنده څه شى و ، هغه يې هم نه پېژني.جميل ټيګار کوي او آمنه يې نښې وايي.

جميل دآمنې په خبرو پورې خاندې چې په دې وخت کې بنجاري ماما راځي.

بنجاري وايي چې داشى چې تاسو يې نښې وايئ لړم دى او ماشومان پوهوي چې دا ډېر خطرناک خزنده دى، ماشومان حېرانيږي او د زياتومالوماتو غوښتنه ترې کوي.

بنجاري له خورجينې جادويي هنداره راباسي. د جادويي کلمو په ويلو سره جادويي هنداره خلاصيږي او ماشومان په هنداره کې ګوري چې يو کوچنى لړم په زوره زوره خاندي او خپل ځان لړم بولي.ماشومان وېريږي او په شورماشور د بنجاري څنګ ته ورنېژدې کيږي.

بنجاري ماشومان اراموي اوورته وايي چې داجادويي لړم دى او دوى ته څه نه وايي.کوچنى لړم وايي غواړي د خپل ځان په هکله ماشومانو ته يو څه ووايي.آمنه ورو د جميل په غوږ کې وايي چې مخکنى لړم هم بيخي د همدې لړم په څېر و.

لړم
لړمان د ددوبي يا ګرمۍ په موسم کې پيدا کيږي

لړم له ماشومانو پوښتي چې آيا پوهېږئ چې لړمان دکال په کوم موسم کې پيدا کيږي؟جميل وايي: هو په همدې موسم کې. لړم خاندي او آمنه وايي چې لړمان د ددوبي يا ګرمۍ په موسم کې پيدا کيږي.خو په مني کې ډير تر سترګو کيږي.

کوچنى لړم د هغوى دخبروپه تاييدپوښتي چې آيا تاسې پوهېږئ چې زياتره په کومو ځايونوکې اوسيږو؟په دې وخت کې بنجاري ماما تر نورو د مخه کيږي او وايي : لړمان زياتره په ورانو شوو کورونو،په تيارواونمناکوځايونو، د واورو لاندې او په ځنګلونو کې هم اوسيږي.آمنه وايي چې هغې يو لړم وليد چې په خښتوکې ننوت، او جميل د خپلې مورله خولې وايي چې لړمان زياتره د شپې په تياره کې د کوردديوالو ددرزونو راوځي.

اوس نو ماشومانو زړور شوي او پخپله له لړم سره خبرې کوي.جميل د لړمانودچيچلو او د خطرناک والي يادونه کوي. لړم لکۍ پر سر رااړوي او وايي: (( دا لا څه دي، زموږ تر ټولو خطرناک لړم د تورکاسې يا يزيدي لړم په نامه ياديږي او ډير ضرررسوونکى دى. خو موږ لړمان دخپل ځان د ساتنې لپاره ستاسوله لاسه چيچل کوو.))

وروسته ددې پوښتنې په ځواب کې چې نوي زېږيدلي لړمان څرنګه وي ، وايي: ( ( زموږنوي زيږيدلي بچيان دشيشې په څير روښانه، واړه او ډير ښکلي وي.داچې واړه دي چيچل هم نه کوي او ډېر ګرځي هم نه . ))

بنجاري وايي خلک ګومان کوي چې لړمان ړانده دي. لړم په زوره زوره خاندي او وايي : (( نه بابا، موږ لړمان نه يواځې دا چې ړانده نه يوبلکې له 2 نه بيا ان تر 5 پورې سترګې لرو.))

دلړم له دې خبرو وروسته جادويي هنداره تړل کيږي او ماشومان چې غوښتل يې د لړم سره نورې خبرې هم وکړي پريشانه کيږي، خو بنجاري ماما يې دلاسا کوي او ورته وايي چې بيابه هم هغوى په جادويي هنداره کې د يوه بل څيز ليدو ته راوبولي.

هريروديوه ماڼۍ او زردريڅې
هريرود
کړکى (نى)داسرارو پرده
کړکى (نى)
د نصرو بوټاند ژوند کيسې
د نصرو بوټان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت