BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:15 گرينويچ 2006 ,11 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
رمسفيلډ: طالبان له پورې غاړې را اوړي

کرزى او رمسفيلډ
ولسمشر کرزي او ډانلډ رمسفيلډ ټينگار لارۀ چې د طالبانو د بيا راستنيدو امکان نشته
په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په يوۀ گډ خبري کانفرانس کې د متحدو ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ وويل په دې کې شک نه ويني چې طالبان د پولې له پورې غاړې افغانستان را اوړي .

ښاغلي رمسفيلډ د پولې سپيناوى ونه کړ خو دغه خبره يې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د افغان دولت اندېښنې يې ښکارولې او ويل يې چې گواکې طالبان د پاکستان په خاوره کې روزل کيږي .

ولسمشر کرزي د افغانستان په نا امنو سيمو کې د روانو تاوتريخواليو دوه علتونه په گوته کړل .

افغان مشر وويل نا ارامې سيمې هغه دي چې د پاکستان پولې ته نژدې پرتې دي او دغلته افغان امنيتي ارگانونه پياوړى حضور نه لري .

ښاغلي کرزي دويم دليل دا بالۀ چې گواکې اورپکې له پولې پورې غاړې روزل کيږي ، په وسلو او پيسو سمباليږي او افغانستان ته راځي .

افغان مشر ادعا وکړه چې گواکې له پولې پورې غاړې اورپکو ته زمينه برابره ده .

ښاغليو کرزي او رمسفيلډ په ډاگه وويل دا مني چې طالبان اوس يو څه سرخوږى جوړوي خو دا په دې مانا نه دى چې طالبان به گواکې بيرته واک ته رسيږي .

دواړو مشرانو ډاډ ښوود چې د افغانستان برى يقينى دى .

د افغانستان په سويل کې د جولاى په ٣١ نېټه د شمالي اتلانتيک د تړون يا ناټو ځواکونو ته د قوماندې د سپارلو په برخه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې د متحدو ايالاتو د دفاع وزير ډانلډ رمسفيلډ وويل د دې مانا دا نه ده چې گواکې امريکا په افغانستان کې ناهيلې او يا ستړې ده .

ښاغلي رمسفيلډ زياته کړه چې متحد ايالات اوس هم د پخوا په څير له افغانستان سره ډيره لېوالتيا لري او له دغۀ هيواد سره به يې مرستې په هيڅ ډول کمې نه شي .

امريکايي وزير دا ډاډ هم ورکړ چې د متحدو ايالاتو سرتيري به د ناټو تر قوماندې لاندې ځواک کې فعاله ونډه ولري .

ولسمشر کرزي له متحدو ايالاتو د هغو مرستو مننه وکړه چې په مټ يې د طالبانو رژيم ونړيدۀ . دۀ وويل افغانستان به سبا هم د متحدو ايالاتو لا زياتو مرستو ته اړ وي .

د طالبانو له نسکوريدو راهيسته دا افغانستان ته د ښاغلي رمسفيلډ ١١ سفر دى او په داسې وخت کې شوى چې نژدې دوه اوونۍ وړاندې د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هم کابل کې له افغان مشرتابۀ سره ليدلي وو .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت