|
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالې اتلولۍ ايټاليا وگټلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايټاليا د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالې اتلولۍ تر پنځو پينالتي هڅو وروسته وگټلې . د جرمني په برلين ښار کې د فوټبال د نړيوالو اتلوليو ١٨ مې لوبې د پينالتي له هڅو وړاندې لا هغه وخت فرانسويانو ته د بدو خاطرو وړ شوې چې د دوى ستورى زيدان د سرۀ کارډ په ليدو له لوبې وايستل شو . زيدان د اضافي وخت په دويم پړاو کې د ايټاليا يو لوبغاړى په خپل سر پورې واهۀ او د لوبڅار له خوا يې سور کارډ وليد . لوبه له هيلو سره سم د دوو داسې لوبډلو ترمنځ مساوي روانه وه چې د دفاع په برخه کې خورا پياوړي وو . فرانسې او ايټاليا په روانو اتلوليو کې ايله درې گولونه په گډه سره خوړلي و . ايټاليا يو گول هغه هم پر ځان کړى و او فرانسې يوازې دوه گولونه پرې ايښي و . حيرانونکې خبره دا وه چې په پايلوبه کې دغو دواړو لوبډلو د دفاع په برخه کې يوه يوه تيروتنه وکړه چې د لوبې د دواړو گولونو سبب شوې . د لوبې په شپږمه دقيقه کې د ايټاليا کلکه دفاع هغه وخت ماته شوه چې فرانسې ته د پينالتي هڅه د لوبڅار له خوا ورکړل شوه . زيدان دغه هڅه په گول بدله کړه خو د لوبې په ١٩ دقيقه ايټاليا د کارنر يو شارټ پر گول بدل کړ او لوبه يې مساوي کړه . فرانسوي دفاع د کارنر شارټونو په وړاندې ټکني ښکاره شول لږ وروسته يوه بله دغه ډول هڅه هم نژدې په گول بدله شوې وه خو د فرانسې د گول پاسنۍ ستنې ايټاليا له گوله محرومه کړه . په پاتې لوبې کې دواړو غاړو تر ډيره د يوۀ بل مخه ونيوله . ايټاليا د دفاع په دوو کرښو د فرانسې لوبغاړي ايسار کړل . فرانسې د ايټاليا د کلکې دفاع په سر هم څو ځله چانسونه پيدا کړل خو په گول يې بدل نه کړاى شول . د لوبې په اضافي وخت کې د زيدان له خوا په سر د ايټاليا پر گول کلک بريد وشو خو د ايټاليا گول ساتونکي دغه هڅه شنډه کړه . له دغې هڅې لږ وروسته زيدان سور کارډ وليد ، ټيري هانري د ټپي کيدو له امله له لوبې ووت او په دې ډول د فرانسې لوبډله له خپلو ښو لوبغاړو محرومه شوه . په پنځو پينالتي هڅو کې د فرانسې له خوا تريزيگې چې خپله هم د ايټاليا د يوانتيس په لوبډله کې لوبه کوي يوه هڅه په گول بدله نه کړه او په دې ډول دغه لوبه ايټاليا په پنځه په څلور وگټله . د ايټاليا څلورم برى
ايټاليا د ١٩٩٤ کال د نړيوالو اتلوليو پايلوبه په پيناتي هڅو کې بايللې وه . هغه مهال برازيل ورسره مخامخ و . خو په دې بري ايټاليا په څلورم ځل د فوټبال نړيوالې اتلولۍ وگټلې . په دې ډول ايټاليا يوازې له برازيله شاته پاتې ده . برازيل نړيوالې اتلولۍ پنځه ځله گټلي دي . ايټاليا په لومړي ځل په ١٩٣٤ کال دغه اتلولۍ هغه مهال وگټلې چې سيالۍ يې په خپل کور کې کيدې . څلور کاله وروسته په ١٩٣٨ کال کې ايټاليا بيا هم له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه چې د فرانسې په خاوره لوبې کيدې . د ايټاليا وروستى برى د اسپانيا په خاوره په ١٩٨٢ کال کې و چې د هغۀ مهال لويديځ جرمني ته يې ماتې ورکړې وه .
په جرمني کې د ٢٠٠٦ کال د فوټبال اتلوليو د پايلوبې پر گټلو ايټاليا په څلورم ځل دغه وياړ خپل کړ . د پام وړ خبره دا ده چې ايټاليا د اروپا له لويې وچې دباندې نړيوالې اتلولۍ نه دي گټلي . د ايټاليا له دغۀ بري سره اوس په تيرو ١٨ نړيوالو اتلوليو کې د سويلي امريکا لوبډلو ٧ ځله او اروپايي لوبډلو ٩ ځله دغه وياړ ترلاسه کړى دى . د اروپا له خوا ايټاليا څلور ځله ، جرمني درې ځله ، فرانسې او انگلستان يو يو ځل نړيوالې اتلولۍ گټلي دي . روانې اتلولۍ د فوټبال د نړۍ د يوۀ لوى ستوري وروستۍ نړيواله لوبه هم گڼل کيږي . دغه ستورى زيدان دى چې نه يوازې پايلوبه ورته په ماتې ختمه شوه بلکې د سرۀ کارډ تور داغ هم ورسره مل شو . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه ايټاليا او فرانسه د فوټبال اتلولۍ ته بخت ازمويي09 جولاى, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||