|
فرانسه اسپانيا ته په ماتې ورکولو منځلوبو ته ورسيده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال فوټبال اتلوليو د دويم پړاو په وروستۍ لوبه کې پرون ( د چنگاښ ٦ د جون ٢٧ ) فرانسې تر يوې په زړۀ پورې لوبې وروسته اسپانيا ته ٣ يو ماتې ورکړه . د لوبې پايله د ټولې لوبې ريښتينى انځور نه وړاندې کوي . د اسپانيا لوبغاړي د لوبې له هغۀ لومړني شپيلي څخه برلاسي ښکاريدل . په څو ويشتمه دقيقه کې يې د يوې پيناتي ترلاسه کړې هڅه په گول بدله کړه او داسې ښکاره شول چې لوبه يې گټلې ده . د توپ نژدې بشپړ کنترول له اسپانيوي ځوانو لوبغاړو سره و . د فرانسې يرغلکوونکي لوبغاړي په بيا بيا افسايډ يدل. د اسپانيا دفاع د ټيري هانري چټکې منډې ته همدا غوره گڼلې وه چې ښه وړاندې ودريږي او هڅه وکړي چې دى افسياډ ومومي . دغه کار په پرله پسې توگه بريالى و خو د لوبې په ٤١ دقيقه کې فرانسې دغه لومه پرې کړه او گول يې وکړ . د لوبې په دويمه برخه کې فرانسه له نوي هوډ سره راستنه شوې وه . په څو اويايمه دقيقه کې د پټريک ويريا په سر ترسره شوي گول اسپانيا هيښه کړه خو په اضافي وخت کې د زيدان گول اسپانيا پر ځاى کښېنوله . يو ځل بيا اسپانيا په نړيوالو اتلوليو کې ونه ځليده ، دوى تل د غوراوي په لوبو او د اتلوليو په لومړي پړاو کې ښه لوبه کوي خو نوره خونده يې نه وي . فرانسه به اوس په منځلوبو يا کواټر فاينلز کې له برازيل سره لوبه کوي . په ١٩٩٨ کال کې فرانسې په خپل کور کې د ترسره شويو نړيوالو اتلوليو په پايلوبه کې برازيل ته ٣ صفر ماتې ورکړې وه له هغې راهيسته دغه دواړه لوبډلې په اتلوليو کې له يو بل سره نه دي مخامخ شوي . | ورسره تړلي نور خبرونه برازيل گانا ته ماتې ورکړه رونالډو ريکارډ مات کړ27 جون, 2006 | خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||