BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:11 گرينويچ 2006 ,27 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برازيل گانا ته ماتې ورکړه رونالډو ريکارډ مات کړ
رونالډو
رونالډو د نړيوالو ريکارډ په ماتولو د خپلې لوبډلې له خوا ستايل کيږي
برازيل د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو فوټبال اتلوليو د دويم پړاو په لوبه کې نن ( سه شنبې د چنگاښ ٦ د جون ٢٧ ) گانا ته ٣ صفر ماتې ورکړه او منځلوبو يا کواټر فاينلز ته يې ځان ورساوۀ .

د لوبې په پنځمه دقيقه کې د برازيل ستوري رونالډو په گول کولو د نړيوالو اتلوليو پخوانى ريکارډ مات کړ .

رونالډو په ١٥ گول د مولر ريکارډ مات کړ . په تيره لوبه کې دۀ دغه ريکارډ هغه وخت مساوي کړ چې له جاپان سره يې په لوبه کې دوه گولونه وکړل .

د برازيل او گانا لوبه تر ډيره ځايه پورې د گانا د کمزورې دفاع او په بريد کې د ښه فکر د نشتوالي له امله د پخواني اتل په گټه پاى ته ورسيده .

برازيلي لوبغاړو په بريد کې موقعې له لاسه نه ورکوله خو گانا څو واړۀ چانسونه وموندل چې که د برازيلي لوبغاړو لاسته ورغلي واى په گولونو به يې بدل کړي واى .

گانا د لوبې په ٨١ دقيقه کې لوى گوزار هغه وخت وليد چې يو لوبغاړى يې د دوو ژيړو کارډونو په ليدو له لوبې وايستل شو .

روانې اتلولۍ د ژيړو او سرو کارډونو له امله تر پخوانيو هغو خورا فعالې دي . که څه هم د دغو اتلوليو پاى ته لا دوه اوونۍ شته خو کارډونه يې تر پخوانو هغو زيات شوي دي .

خو دغه لوبه به بې له شکه چې د رونالډو د گول له امله ياديږي . رونالډو د مړيوالو اتلوليو په پرله پسې ١٨ لوبو کې برخه اخيستې ده . د برازيل ريکارډ ١٩ پرله پسې لوبې دي جې کافو ټينگ کړى دى .

خو د جرمني لوتر ماتيس د پرله پسې ٢٥ لوبو په کولو نړيوال ريکارډ لري . که چيرې رونالډو دغه ريکارډ ماتول غواړي نو نه يوازې روانې اتلولۍ بايد وگټي بلکې په راتلونکو اتلوليو کې بايد لوبه وکړي چې څلور کاله وروسته په سويلي افريقا کې کيدونکي دي .

د برازيل او گانا تر منځ لوبه کې بل ريکارډ دا ټينگ شو چې برازيل د نړۍ لومړنى هيواد شو چې په نړيوالو اتلوليو کې يې ٢٠٠ گولونه کړي دي .

برازيل له ٢٠٠٢ کال څخه راهيسته په نړيوالو اتلوليو کې پرله پسې ١١ لوبې گټلي که چيرې په دوو نورو لوبو کې هم ماتې ونه خوري نو د ١٩٥٨ او ١٩٦٦ کلونو ترمنځ ټينگ کړى خپل پخوانى ريکارډ به مساوي کړي خو که يې روانې اتلولۍ وگټلې نو پخوانى ريکارډ به يې مات کړى وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت