BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:45 گرينويچ 2006 ,27 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د فوټبال اتلوليو دويم پړاو نن بشپړيږي
گول
ايټاليا د لوبې په وروستيو شېبو کې د پيناتي موندلې هڅه په گول بدله کړه او استراليا يې له اتلوليو وايستله
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو په ١٩ مه ورځ نن ( د چنگاښ ٦ د جون ٢٧ ) د دويم پړاو دوه نورې لوبې کيدونکي دي .

د تيرو اتلوليو اتل برازيل له گانا سره او اسپانيا له فرانسې سره سيالي کوي . له دې هيسته به تر دوو ورځو لوبې نه وي خو د جمعې په ورځ به د منځلوبو يا کواټرفاينلز پړاو پيليږي .

پرون ايټاليا استراليا ته او اوکراين سويس ته په ماتې ورکولو منځلوبو يا کواټر فايتلز ته لاره وموندله .

نننۍ لوبې

نن د روانو اتلوليو د دويم پړاو تر ټولو په زړۀ پورې لوبې کيدونکي دي . برايزل که له هر چا سره لوبه کوي نندارچيان يې نندارې ته لېواله وي .

د برازيل کاکا يو له هغو لوبغاړو څخه دى چې په روانو اتلوليو کې د خپلې لوبډلې له ځلنده ځوانو ستورو بلل کيږي

خو په دويمه لوبه کې اسپانيا او فرانسه چې د اروپا له لويې وچې د نړيوالو اتلوليو د گټلو هيلې لري له يو بل سره مخامخ دي .

د پنځو اتلوليو اتل برازيل دا ځل هم داسې ښکاري چې څوک به يې مخه ونه نيسي .
په لومړي پړاو کې برازيل خپلې درې سره لوبې وگټلې خو گانا چيک جمهوريت ته په ماتې ورکولو ډير نندارچيان گوته په غاښ کړل .

د گانا منځډگرى لوبغاړى هيسن د ژيړو کارډونو له امله په دې لوبه کې برخه نه شي اخيستلى د هغۀ نشتوالى به لوبه برازيل ته لا اسانه کړي ځکه چې هيسن د انگلستان د چلسي په لوبډله کې لوبه کوي او د گانا يو له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه دى .

اسپانيوي مينه وال د تل غوندې هيله من دي

برازيل جاپان ته په څلور يو ماتې ورکولو وښول چې د گول کولو تنده يې بيا پيدا شوې ده .

د لوبې جوړښت او اوبدنې ته يې په پام سره دا امکان ډير دى چې دا ځل هم برازيل د اتلوليو وروستيو پړاونو ته ورسيږي .

په دويمه لوبه کې فرانسه او اسپانيا بخت ازمويي . د ډيرو په گومان ښايي دغه لوبه د دويم پړاو تر ټولو په زړۀ پورې لوبه وي .

اسپانيا د نويو او ځوانو لوبغاړو په موندلو دا ځل داسې ښکاري چې تر نور هر کله پياوړې ده . ځينې يې ان د اتلولۍ امکان نه ردوي .

اسپانيا تل ښه لوبغاړي لرلي او د اتلوليو د غوراوي په لوبو کې يې په اسانۍ لار موندلې ده خو په اتلوليو کې يې بخت کله ياري نه ده کړې .

فرانسې که څه هم د روانو اتلوليو په لومړنيو دوو لوبو کې ښه لوبه ونه کړه خو داسې ښکاري چې ورو ورو يې لوبه مخ په سميدو ده .

د فرانسې هانري ، ويرا او زيدان که وکړاى شي چې ښه لوبه وکړي نو د اسپانيا لوبډله به هېښه کړي خو اسپانيوي لوبغاړي له ډاډ او باوره ډک ښکاري .

پرونۍ لوبې

هغه خطا چې خطا نه وه خو لوبڅار ومنله او ايټاليا ته يې پيناتي هڅه ورپه برخه کړه .
ايټاليا له استراليا سره وښوول چې دفاع په څه ډول بايد وشي . د ايټاليا يو لوبغاړى د سرۀ کارډ په ليدو له لوبې وايستل شو خو پاتې ١٠ کسانو يې د استراليا هر بريد ځواب کړ او په ځوابي بريدونو کې يې د استراليا لوبډله ولړزوله .

لوبه يو صفر ايټاليا وگټله خو په دغه بري کې د لوبڅار يا ريفري ونډه تر ايټاليايي لوبغاړو ډيره وه .

د لوبې په وروستيو ثانيو کې لوبڅار د يوۀ ايټاليايي لوبغاړي په پرځيدلو د پيناتي په لور لاس ونيوۀ .

د تلويزيون بيا بيا خپروو شويو تصويرونو وښوول چې استراليايي لوبغاړو د ايټاليايي لوبغاړي په راپرځولو کې لاس نه لارۀ خو د څو ثانيو په ترڅ کې شوې پريکړې د استراليا او ايټاليا برخليک په روانو اتلوليو کې جوت کړ .

د پيناتي هڅه ټاټي په گول بدله کړه ، توپ لا د لوبغالي منځته نه و راستون شوى چې لوبڅار د لوبې د ختميدو اعلان وکړ .

استراليايي لوبغاړي بايد زړۀ ماتې وي . دوى به په دې باور کې هم غلط نه وي چې لوبڅار ورسره ظلم وکړ خو له ورخه تيره اوبه بيرته نه جاروځي .

دويمه لوبه د اوکراين او سويس ترمنځ وه چې د ډيرو په گومان د دويم پړاو يوه له بې خوندو لوبو وه .

دغه گومان په دې پر ځاى و چې لوبه مساوي پاتې شوه او په اضافي برخه کې هم دواړو غاړو له احتياطه کار واخيست . خبره پنځو پنځو پيناتي هڅو ته ورسيده .

اوکرايني لوبغاړو خپلې هڅې په گول بدلې کړې او منځلوبو ته يې ځان ورساوۀ .

راتلونکې لوبې

د جمعې په ورځ ( د چنگاښ ٩ د جون ٣٠ ) به د منځلوبو پړاو پيليږي . لومړنۍ لوبه به د کوربه هيواد جرمني او ارجنتاين ترمنځ وي . دغه دواړه لوبډلې خورا پياوړې ښکاري .

جرمني به د خپل کور او خپلو نندارچيانو په وړاندې په لا ډيرو ولولو لوبه کوي خو ارجنتاين داسې لوبغاړي لري چې د اروپا له چاپيريال سره ښه روږدي دي .

د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ د بريالي کيدونکي اټکل گران دى . يوازې دومره ښايي څوک ووايي چې ارجنتاين د لوبغاړو له پلوه پياوړى دى خو جرمني د خپل کور په شته والي او د لوبډلې د يو والى له اړخه د پام وړ دى .

دويمه لوبه به د ايټاليا او اوکراين ترمنځ وي . ايټاليا په مټ کې منځلوبو ته رارسيدلې ده خو د ښو لوبډلو په باب ويل کيږي چې عمومآ په بدو حالاتو کې ځان ته لار مومي که همدا خبره دا ځل په ايټاليا سمه وي نو ښايي تر اتلولۍ پورې ورسيږي .

اوکراين بيا په لومړي ځل په نړيوالو اتلوليو کې برخه اخيسته دا چې تر منځلوبو راورسيداى شو د ډيرو په گومان لويه خبره ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت