|
د اجمل خټک ٨٠ کاليزه په کابل کې لمانځل کيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دغه دوه ورځني سيمينار کې چې نن ( وري ٣٠ د اپريل ١٩ ) يې لومړۍ ورځ وه د اجمل خټک د ژوندانه او هنر په بيلابيلو اړخونو رڼا واچول شوه. د غونډې په پيل کې د ولسمشر حامد کرزي پيغام د لوړو زده کړو د سرپرست وزيرسيد اميرشاه حسن يار له خوا ولوستل شو په دغه پيغام کې ښاغلى خټک يو داسې نوښتگر شاعر گڼل شوى و، چې شعر يې ميړانه او مبارزه تداعي کوي خپله اجمل خټک د پښتنو په يواوالي او پوهاوي راپوهاوي ټينگار وکړ او زياته يې کړه چې ډيورنډکرښې د احمدشاه ابدالي د لوى هيواد وگړي بيل کړي دي . د پيښور پښتو اکيډمۍ پخواني مشر ډاکټر راج ولي شاه خټک د اجمل خټک ادبي مقام خورا لوړ وباله او ويې ويل چې نوموړى په شلمه پيړۍ کې د نظم تر ټولو لوى شاعر دى سر بيره پر ادبي ژوند اجمل خټک يو پيژندل شوى ملتپال سياسي مشر هم دى نوموړى چې په ١٩٢٥ م کال کې له پيښور سره نژدې په اکوړه خټک کې زيږيدلى دى د خپل ژوندانه نژدې پنځه لسيزې يې د خان عبدالغفار خان له خداى خدمتگار تحريک او عوامي نشنل پارټۍ سره ملگرتيا کړې ده چې په دې لاره کې درې ځل د پاکستان د حکومت له خوا بندي شوى او له راز راز تاو تريخوالو سره مخامخ شوى دى . په همدې لړ کې نوموړي په ١٩٧٣ م کال کې پاکستان پريښود او تر١٩٨٨ کال پورې په افغانستان کې جلا وطن و. د ننۍ غونډې د يوه تن گډونوال استاد حبيب الله رفيع په اند ښاغلي خټک په سياسي ډگر کې د يوۀ ملي سنگر ساتونکى دى . د پيښور د سيمې يوه راغلي ميلمه شاعر او سياسي شخصيت سليم راز وويل چې ددغه راز غونډو موخه ددې خبرې څرگندول دي چې کرښې او پولې پښتانه نه شي بيلولى | ورسره تړلي نور خبرونه نامتو ليکوال او شاعر اجمل خټک مومېلمه وو23 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||