|
نامتو ليکوال او شاعر اجمل خټک مومېلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اجمل خټک ٨٠ کاله وړاندې په اکوړه خټک کې نړى ته راغلى دى .لکه چې پوهيږى دادخوشحال خان خټک دزوکړې سيمه ده. تراتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال ښکيل وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو. خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست ووايه او عربى ، پښتو اوفارسي ىې ولوستل ، انگريزي ژبه يي زده کړه اوپوهنتون ته يې دازموينې په ورکولو پيل وکړ. خوله ازموينې يي راويست اوجيل ته يي وردننه کړ. ده په جيل کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له جيله ازموينې ته ورشي اوبيرته به يې جيل ته راوست. له جيل نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنوتون ته بريالى شو. بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهورجيل ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه .
تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي . ځينې کتابونه يي په ارودژبه هم لکلي دي . لومړنى کتاب يي دغيرت چيغه نوميده . اوس چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه دى ديوه نوى کتاب په ليکلوبوخت دى چې دخپل ژوند ټيټې جگې پکې راټولوي. دى نيت لري پدې کتاب کې دا وليکې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يي هلته ژوند وکړ، دخپلوليدنوکتنوپه اړه به خاطرې وليکى اوماته يي داراز هم ووايه چې دې کتاب ته يي دترخه وختونه اوخواږه يادونه نوم غوره کړى دى. ښاغلي خټک واده کړى دى ، دوې لوڼې اودرې زامن لري څولمسيان يي هم شته . اوومه سټوډيوبه دا ځل د اجمل خټک په شعر اود شاعراو ليکوال په ادبي ژوند غږيږى. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||