|
د سلمان خان د ضمانت خبره بلې ورځې ته وځنډيده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د باليوډ د وتلي ستوري سلمان خان د ضمانت وړانديز به د پنجشنبې په ورځ ( د وري ٢٤ د اپريل ١٣ ) د راجستان ولايت د جودهپور په محكمه كې وڅيړل شي . ښاغلى خان د تيرو دوه ورځو راهيسې د جودهپور په مركزي زندان كې بندي دى . د جوده پور ابتدايه محكمې سلمان خان ته د سپيڅلو غرڅنيو د ښكار په جرم د تيري دوشنبې په ورځ د پنځه كلونو لپاره د قيد سزا واوروله چې له سختيو به هم ډكه وي او ٢٥ زره هندۍ كلدارې يې جريمه هم كړ . سلمان خان پرون محكمې ته د ضمانت وړانديز وكړ .د ضمانت دلايل د ځينې عيني شاهدانو ويناوې او د ښاغلي خان د مور د روغتيا خرابوالى دى . خو قاضي وويل چې د ضمانت لپاره هيڅ ډول سملاسي اړتيا نه ويني نو له قانون سره سم به دغه خبر يوه ورځ وروسته يانې سبا وڅيړل شي .د بي بي سي يو خبريال وايي چې ښاغلى خان به لږ تر لږه يوه ورځ نور هم په زندان كې تيره كړي . د سلمان خان پلار سليم خان هيله وښوده چې زوى به يې ژر تر ژره خوشې شي . له بلې خوا د ښاغلي خان مور د ممبۍ په ليلاوتي روغتون كې بستر ده . تيره ورځ د هغه ورور سهيل خان او خور يې الويره اګني هوتري له سلمان خان سره د جودهپور په زندان كې وكتل . په سيمه كې د بي بي سي يو خبريال وايي چې د جودهپور د زندان په وړاندې د ښاغلي خان په سلګونو مينه وال په دې تمه ولاړ دي چې كه خپل محبوب ستورى يو نظر وويني . | ورسره تړلي نور خبرونه هندي فلمي ستورى سلمان خان زنداني شو11 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||