BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:18 گرينويچ 2006 ,11 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هندي فلمي ستورى سلمان خان زنداني شو

سلمان خان
سلمان خان د محکمې ټول تورونه ردوي او وايي درواغ دي .
د راجستان يوې محكمې د باليوډ ( هند ) فلمي ستورى سلمان خان د يو ډول ځانګړو غرڅنيو د ښكار له امله يو ځل بيا مجرم وباله او د پنځو كلونو پر بند يې محكوم كړ .

دغه غرڅنۍ د سپيڅلو او د نه موندونكو هغو په توګه هند كې ځانګړى نوم لري او د درناوي وړ بلل كيږي .

د سلمان خان په وړاندې دغه دوسيه د جودهپور په محكمه كې تر كار لاندې وه او د پريكړې پر وخت ښاغلى خان هم په محكمه كې حاضر و .دې محكمې تورن ٢٥٠٠٠هندي كلدارې ( شاوخوا ٥٠٠ امريکايي ډالره ) جريمه كړى هم دى .

له دې وړاندې هم د ورته بلې دوسيې له كبله سلمان خان د يو كال د بند پر سزا ٥٠٠٠ كلدارې جريمه شوى دى . د روان كال د فبرورۍ په مياشت كې بيا د ضمانت له لارې دى له بنده خوشې شو .

خوسلمان خان د پخوا په څير د محكمې ګرد تورونه رد كړل او دروغ يې وبلل .

محكمې د ښاغلي خان ترڅنګ د فارم هاوس په نامه د يو بڼ ساتونكى ښاغلى ګورودهن چې وايي په دغه بڼ كې سلمان خان د غرڅنيو پر ښكار لاس پورې كړى دى هم د يو كال بند پر سزا محكوم كړ .

د بند د سزا له اورولو وروسته سلمان خان د چودهپور دپوليسو له خوا ونيول شو .

هغه دا مهال د جودهپور په مركزي زندان كې ساتل كيږي چې ټاكل شوې ده د دوه ورځو لپاره په دغه زندان كې پاتې شي .

بيا به د هغه وكيل د ضمانت غوښتنه وكړي چې په مرافعه محكمه كې به د ده د ضمانت وړانديز وڅيړل وشي .

د ده وكيل وويل ډاډه دى چې د ضمانت وړانديز به يې ومنل شي . خو د بشنوي په نامه د هغې ټولنې وكيل چې د ښاغلي خان مدعيان بلل كيږي وويل چې محكمې پر ځاى پريكړه كړې او نور به هيڅوك زړه ونه كړي چې د دغو غرڅنيو د ښكار لپاره موټې راونغاړي .

د غرڅينو د ښكار مساله په ۱۹۹۸ كال كې پيښه شوې وه .

هغهوخت ښاغلى خان د فلم (( هم سات سات هيې )) د ډكولو او شوټنګ لپاره جودهپور ته تللى و چې نور فلمي ستوري لكه سيف علي خان ، ستيش شاه ، تبو ، نيلم او سونالي بيندري هم ورسره وه .

د سپيڅلو غرڅنيو د ښكار له كبله د جودهپور په محكمه كې اته دوسيې راجسټر شوي دي .

پر سلمان خان د لومړي ځل لپاره دغه تورونه د راجستان د جودهپور په سيمه كې د بشنوي په نامه د يوې قبيلې غړو لګولي و او د هغه د نيولو لپاره يې څو ځلې پر احتجاجي لاريونونو هم لاس پورې كړ .

كه څه هم د سلمان خان وكيل په بيا بيا محكمې ته وويل چې دغه تورونه ګرد دروغ دي خو د بشنوي د ټولنې وكيل محكمې ته د پياوړو لاسوندونو د درلودو خبره وكړه .

په راجستان كې د بشنوي ټولنه تور ډولى غرڅه چې دوى يې سپيڅلې غرڅنۍ هم بولي لمانځي .

سلمان خان لومړنى فلمي ستورى نه دى چې په خپل هيواد كې د غرڅنيو د ښكار له امله محكمې ته وړاندې كيږي او د بند پر سزا محكوميږي بلكې د بل فلمي ستوري سيف علي خان په پلار اود هند د كركټ د لوبډلې پر پخواني كپتان نواب منصور علي خان هم د غرڅنيو د ښكار تور دى چې د ضمانت پر بنسټ ازاد ګرځي .


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت