BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:55 گرينويچ 2006 ,12 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاکستان د کراچۍ چاودنه ځانمرگى بريد گڼي

کراچۍ
د کراچۍ د پرونۍ چاودنې مړۀ شوي کسان نن خاورو ته په داسې وخت کې سپارل کيدل چې خورا گڼ شمير کسانو يې په جنازه کې برخه اخيسته
کراچۍ کې د ميلاد النبي د لمانځنې په غونډه کې د بمي چاودنو او د مذهبى ډلو د بعضې مشرانو د وژل کيدو په ضد نن د چارشنبې يا شورو په ورځ ( د وري ٢٣ د اپريل ١٢ ) ټول ښار کې کار بندي ده .

د کراچۍ اکثره تجارتي ادارې او د راکړې ورکړې بازار تړل شوى او په سړکونو د ګاډو تګ راتګ ډير کم دى .

حکومت ويلي دي چې د وژل شويو کسانو شمير ٥٧ ته رسيدلى دى چې بعضو ژوبلو کسانو تيره شپه روغتونونو کې ساه ورکړه مذهبى او سياسي ډلو د چاودنو په ضد د کار بندۍ اپيل کړى و چې د جنوبي صوبې سند د حکومت له خوا د درو ورځو د وير اعلان هم شوى دى .

د سند ايالتي حکومت ټوله صوبه کې تعليمي ادارې هم تړلې دي او د امنيت ټينگولو لپاره يې نيمه پوځي ځواک رينجرز هم ځاى په ځاى کړي دي .

رپوټونه وايي چې پوځ ته هم د تيارسۍ امر ورکړى شوى دى چې د ضرورت په وخت کراچۍ کې ځاى په ځاى کيداى شي .

د کورنيو چارو وزير آفتاب شيرپاو منلي دي چې د سه شنبې د ورځې چاودنه يوه ځان وژنکې حمله وه.

پوليس وايې چې دوه مړي يې موندلي دي چې د بدن برخې يې چاودنه کې الوتلي دى چې ګومان کيږي چې دغه دوه مړي ځان وژنکي حمله کوونکي کيداى شي.

د سند حکومت د حمله کوونکو په اړه د معلومات ورکولو لپاره د پنځه ميليونه روپو ( څه کم ١٠٠ زره ډالرو ) اعلان هم کړى دي .

د سند حکومت د هايکورټ يا عالى محکمې د يو قاضى او د صوبې د پوليسو د مشر له خوا د حملې د پلټنو اعلان کړى د ى چې پلټنې نن شروع کيږى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت