|
د کراچۍ چاودنې لږ تر لږه ٤٠ کسان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په تر ټولو لوى ښار کراچۍ کې د ماښام د لمانځۀ پر وخت چې په يوۀ پارک کې کيدۀ د چاودنې له امله لږ تر لږه ٤٠ کسان وژل شوي او گڼ نور ټپيان شوي دي . بم د هغۀ ستيژ يا دريځ لاندې اېښودل شوى و چې يو شمير مذهبي مشران پکې ناست و . يوۀ عيني شاهد خبري اژانسونو ته وويل چې په لسگونو کسان يې ليدلي دي چې روغتونونو ته ليږدول کيدل . تر اوسه پورې چا د دغې چاودنې پړه په غاړه نه ده اخيستې خو د کراچۍ په ښار کې تل مذهبي فرقه ييزې نښتې او تربگنۍ ليدل شوې دي . د کراچۍ په نشتر پارک کې چې د ښار په زړۀ کې دى گڼ شمير کسان د حضرت محمد ص د کاليزې په وياړ جوړې شوې دستورې کې ټول شوي وو چې دغه چاودنه وشوه . دوه ورځې وړاندې هم په کراچۍ کې لږ تر لږه ٢٦ ښځې او ماشومان د مولود شريف په درشل کې په گڼه گوڼه کې تر پښو لاندي او مړه شول . شاوخوا ٧٠ نورې ښځې ژوبلې شوې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||