BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:28 گرينويچ 2006 ,05 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان او فېليپاين فوټبال لوبه مساوي کړه
افغان لوبغاړى په سره جامه کې
دا د افغانستان دويمه پرله پسې لوبه وه چې مساوي ختمه شوه
په بنګله ديش کې دافغانستان او فليپاين ترمنځ د فوټبال يوه لوبه يو يو گول مساوي پاى ته ورسېده .

دا دويمه پرله پسې لوبه ده چې د اسيا فوټبال کانفدراسيون په ننگونکي کپ يا چيلنج کپ کې يې افغانستان مساوي پاى ته رسوي .

په دې توگه افغان لوبغاړو په درو لوبو کې يوه بايللې او دوه مساوي کړي چې دا دويم پړاو ته د دوى ته وړاندې تگ لپاره بس نه دي .

په دغۀ کپ کې ټول ١٦ هيوادونه برخه لري چې په څلورو گروپونو سره وېشل شوي دي.

افغانستان په الف ګروپ کې دى او ورسره په دغه ګروپ کې هندوستان، تايوان او فليپاين يو ځاى شوي دي .

د افغانستان له گروپ څخه هند او تايوان منځلوبو يا کواټر فاينل ته رسيدلي دي .

افغان لوبغاړو دوه ورځې وړاندې له تايوان سره هم لوبه مساوي ختمه کړې وه .

افغانستان په خپلې لومړنۍ لوبې کې دوري په ١١د اپريل په ١ نېټه له هندوستان سره ښه لوبه ونه کړاى شوه .

هغه لوبه افغانستان د لوبې په لومړي پړاو کې د دوو گولونو په خوړلو وبايلله خو په دويم پړاو کې افغان لوبغاړو دوه اسانه موقعې له لاسه ورکړې که نه نو هغه لوبه هم مساوي ختميدلاى شواى .

دا دويمې پرله پسې نړيوالې لوبې دي چې افغان لوبغاړي پکې ښه پيل نه کوي خو وروسته وروسته پکې ځليږي .

تير کال په کراچۍ کې د سويلي اسيا د فوټبال په اتلوليو کې هم افغانستان خپله لومړنۍ لوبه وبايلله خو وروسته يې بيا د دغو اتلوليو پخواني اتل سرېلنکا ته ٢-١ ماتې ورکړه .

تېر ځل ځينو افغان لوبغاړو شکايت لارۀ چې له افغانستان څخه کراچۍ ته له ورتگه سم لاسي وروسته لوبغالي ته بلل شوي وو او لوبه يې کړې وه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت