|
افغانستان او تايوان فوټبال لوبه مساوي ختمه کړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په بنګله ديش کې دافغانستان او تايوان ترمنځ د فوټبال يوه لوبه دوه په دوه مساوي پاى ته ورسېده . د افغانستان له لورې حفيظ الله دوه گولونه وکړل خو تايوان په داسې حال کې چې لوبه دوه صفر بايلله بيرته پر مخ لاړ او د لوبې په مساوي کولو بريالى شو . تر لوبې وروسته د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي محمد يوسف کارگر وويل افغان لوبغاړو له تخنيکي پلوه ښه لوبه وکړه او په لومړي پړاو کې برلاسي وو خو تر وقفې وروسته د تاويوان پرله پسې فشار لوبه مساوي کړه . دغه لوبه د اسيا فوټبال کانفدراسيون په ننگونکي کپ يا چيلنج کپ کې کيږي چې ١٦ هيوادونه پکې برخه لري . دغه هېوادونه په څلورو ګروپونو ويشل شوي دي، چې افغانستان په الف ګروپ کې دى او ورسره په دغه ګروپ کې هندوستان، تايوان او فليپاين يو ځاى شوي دي . افغانستان په خپلې لومړنۍ لوبې کې دوري په ١١د اپريل په ١ نېټه له هندوستان سره ښه لوبه ونه کړاى شوه . هغه لوبه افغانستان د لوبې په لومړي پړاو کې د دوو گولونو په خوړلو وبايلله خو په دويم پړاو کې افغان لوبغاړو دوه اسانه موقعې له لاسه ورکړې که نه نو هغه لوبه هم مساوي ختميدلاى شواى . د اې په گروپ کې د افغانستان وروستۍ لوبه له فليپاين سره ده چې تر اوسه پورې يې له هند سره لوبه مساوي ختمه کړې او له تايوان څخه يې يو صفر بايللې ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||