|
قانوني : د استازو د وژنې دسيسه په پاکستان کې جوړيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسي جرګې د تخار د ولايتي جرگې د مشر وژنه غندلې ده . د ولسې جرګې مشر په همدې تړاو وويل چې په ځانګړي ډول ده ته داسې راپورونه رارسيدلي دي چې په ګاونډي پاكستان كې ددغه ډول ادارو په وړاندې دسيسې د جوړيدو په حال كې دي . د تخار ولايت د پوليسو مشر جنرال محمد زمان مموزي د دغې پيښې خبر وركړ او زياته يې كړه چې نا پيژندل شوي وسله وال كسان د سيد صادق اغا پر كور ور ننوتلي دي او پر نوموړي يې وسله وال بريد كړى چې د ډزو په ترڅ كې ټپي او څو شيبې وروسته يې ساه وركړې ده . كه څه هم د پيښې په اړه چارواكو زيات جزيات ور نه كړل خو ويې ويل چې د پيښې په سيمه كې پوليسو پلټنې پيل كړي دي چې وژونكي پيدا كړي . تر اوسه پورې كومې ډلې يا شخص ددغه بريد پړه په غاړه نه ده اخيستې . خو چارواكو دا د افغانستان د دښمنانو كار وباله . د افغانستان ملي جرګې وويل چې نژدې دوه اوونۍ وړاندې په كابل كې د مشرانو جرګې پر مشر صبغت الله مجددي بريد وشو او اوس د تخار د ولايتي جرګې د مشر وژنه ښيي چې د خلكو استازي د افغانستان د دښمنانو له لورې له ګواښ سره مخامخ دي . د افغان پارلمان مشر محمد يونس قانوني په همدې تړاؤ وويل چې ده ته په ځانګړي ډول داسې راپورونه رارسيدلي دي چې په ګاونډي پاكستان كې د افغانانو د استازو په وړاندې ورته دسيسې د جوړيدو په حال كې دي . خو دا يې ونه ويل چې دغه دسيسې د چا له خوا جوړيږي . ده دغه پيښه وغندله او له امنيتي څانګو څخه يې وغوښتل چې بريد كونكي پيدا او قانون ته وسپاري . ښاغلى صادق د تير ميلادي کال د اکتوبر له پارلماني ټاکنو څخه وړاندې د سيمه ييز قومندان په توګه د يو شمير پخوانيو مليشو مشري كوله . ددغه وژل شوي پخواني ازبك توكمي قومندان كورنى د تخار ولايت له مركز تالقان څخه لسګونو كيلو مټره لرې د خوجه غار په ولسوالۍ كې اوسيږي . تخار د افغانستان په شمال ختيځ كې داسې ولايت بلل كيږي چې امنيتي تاوتريخوالى په كې ډير كم دى خو چارواكي وايي چې ځينې وخت د همدې ولايت له لارې چې له ګاونډي تاجكستان سره پر پوله پروت دى ، د نشيي توكو قاچاق كونكي منځنۍ اسيا ته تګ راتګ كوي . پوليس وايي هغه كسان چې نشيي توكي ددغه ولايت له لارې د منځنۍ اسيا بازارونو ته ليږدوي ، وسلې لري او كله نا كله د وسله والو نښتو د رامنځته كېدو لامل ګرځي . د افغانستان د نورو ولايتونو په څير د تخار ولايتي جرګې غړي هم د تير ميلادي كال په اوږدو كې له پارلماني ټول ټاكنو سره جوخت د خلكو د رايو له لارې وټاكل شول . په زياتره ولايتونو كې ددغو جرګه ګيو د غړو شكايت دادى چې چارواكي يې سلا مشورو ته سم غوږ نه ږدي . د تخار د ولايتي جرګې مرستيال مولوي احمد الله احمدي له سيمه ييزو چارواكو ورته شكايت وكړ او وې ويل چې ددغه ولايت د جرګې د غړو د امنيت په اړه يې ددوى غوښتنې نه دي پلي كړي . ښاغلى احمدي چې له دې پيښې څخه وروسته خبريالانو ته غږيده . په ترخه ژبه يې دولتي چارواكي پړ وبلل چې د ولايتي جرګو د غړو امنيت ورته هيڅ ارزښت نه لري . خو چارواكو لا د جرګې د مرستيال ددغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي . دا په افغانستان كې د خپل ډول لومړنۍ پيښه ده .خو له دې دوه اوونۍ وړاندې په كابل كې د مشرانو جرګې پر ريس ځانمرګى بريد وشو چې روغرمټ ترې راووت خو څوتنو ملكي خلكو ته يې مرګ ژوبله واړوله . | ورسره تړلي نور خبرونه د تخار د ولايتي جرگې ريس ووژل شو01 اپريل, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||