|
د تخار د ولايتي جرگې ريس ووژل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د تخار د ولايتي جرگې ريس سيد صادق اغا، نن د شنبې په ورځ ( د وري ١٢ د اپريل ١ ) دهمدغه ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والوکسانو له خوا ووژل شو . ښاغلى صادق اغا په دغۀ بريد کې ټپي شو خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه . چارواکي وايي چې سيمه يې کلابنده کړې ده او پلټنې يې پيل کړي دي چې وژونکى يا وژونکي ومومي . دا لا معلومه نه ده چې دغه وژنه چا کړې ده خو ځايي چارواکو د ( وطن غليمان ) بللي دي . تخار په پرتليزه توگه کرار ولايت دى او د تاوتريخوالي پېښې پکې لږ دي . خو رپوټونه ښيي چې دغه سيمه د قومندانانو ترمنځ د نښتو او تربگنيو ده چې ځينې يې لا هم خپلې شخصي ملېشې لري . ښاغلي صادق اغا هم د ٢٠٠٥ کال د اکتوبر تر پارلماني ټاکنو وړاندې قومندان و . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||