 | | | ښاغلى منگل ٨٠ کستونه ثبت کړي دي |
نامتو، تکړه او خوږ غږى سندرغاړى او شاعر منگل مو د اوومۍ سټوډيو ميلمه وو. منگل چې هنري ژوند ېې له سختواوستونزمنوشيبو ډک وو له ماشومتوبه سندرې ويلې . په کورکې به ېې وهل ټکول خوړل اوسندروته به يې نه پريښود ځکه چې هغه مهال سندرغاړى دډم په معنى وو. ده د اټول منل خو سندرې ېې نه پريښودې. شپاړس کلن و چې نورېې نوسمې سندرې ويلى شوې. دلغمان ليسه ېې پاى ته ورسوله اوبيا کابل ته ولاړ دبدني روزنې په انستيتوت کې شامل شو. دبدنې روزنې ترپاى ته رسيدووروسته په جمنازيوم کې دواليبا ل ترينر وو وروسته راډيو تلويزيون ته ولاړ. هلته ېې رسمي دنده لرله اودموسيقي اوکنسرتونوپه څا نگه کې وو. وروسته دکورنيوچارو دوزارت هنري ډلې ته ورغى . په عين مهال کې پوځي منصبدارهم وو. دډگرمنى تر رتبې پورې ورسيد. په ١٩٩١ کال کې هند ته ولاړ ، يوکال ېې هلته تير کړ اوبيا دوبى ته ولاړ، څلورکاله په دوبى کې وو، بيا پاکستان ته ولاړ اوشپږکاله يي هلته تيرکړل . دوه ځله دامريکې متحدوايالتونوته ولاړ اوبيرته پاکستان ته ستون شو. خوشپږ کاله کيږي چې نور نوپه امريکې کې پاتې دى اودسان فرانسيسکو په ايالت کې ژوند کوي. په افغان موزيک کې ېې کستونه ثبت کړى دى . بيا په پاکستان کې داوسيدوپرمهال ېې ٨٠ کستونه ثبت کړي دي. اوس ديوه سي ډي په ثبتولو لگيادى چې پښتو اودرې سندرې به پکې ځاى ولري. د موسيقي په برخه کې ېې استادان استاد عمر ، زاخيل ، او ستارخا ن وو. څه موده يي دسندرو له ويلو ډډه کړې وه خو اوس بيا ملگرو او دوستانو هڅولى دى او په سندرو ويلو يي پيل کړى دى . |