| | فرهاد دريا د افغانستان يو له ډيرو ښو سندرغاړو څخه بلل کيږي . |
فرهاد دريا ته په سلگونو برېښناليکونه او پوښتنې راغلي . لطفآ نورې پوښتنې مه راليږئ خپلو پوښتنو او يا د نورو پوښتنو ته د فرهاد دريا ځوابونه له همدې پاڼې لوستى شئ څلوره برخه عبدالنبي قانع لندن پوښتنه : فرهاد دريا پوښتنې داسې ځوابوي چې تر هنر مند ډير سياستوال ښکاري . دۀ تر ځواب ويلو (( هيڅ )) ډير ويلي دي . ايا کله يې فکر نه دى کړى چې د سياست ډگر ته ورشي ؟ دريا : گرانه ، ! هر څوک د فکر کولو او بيان بڼه يا شېوه لري . د دې پوښتنې په ځواب کې چې زۀ تاجک يم که پښتون که زۀ دا وويام چې افغان يم گومان نه کوم چې سياست مې دې کړى وي او يا ستاسو په خبره مې هيڅ ځواب نه وي ويلى د سياست ډگر زما ډگر نه دى زما نړۍ د انسان پر زړونو واکمني ده .  | کوم ژورناليست ښه پوښتنه کړې  ، تر ټولو ښه سوالونه ما له تاسو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې په همدې برخه کې ترلاسه کړي دي چې زما لپاره خورا ډير خواږۀ دي او زما په خاطرو کې پاتېدونکي دي .  دريا |
اجمل ودير لندن ، جميل سهاک هالند ، کاکا سهار لندن پوښتنه : په کانسروتونو کې هيڅکله په پښتو ژبه خبرې نه کوې ولې ؟ دريا : ( هيڅکله ) ولې واياست ، ايا زما ټولو کانسرتونو ته راغلي ياست ؟ ډيوه کاناډا نظر : زۀ په فرهاد دريا مينه يم . دريا : زۀ هم پر تاسو مين يم او ستاسو مينه زما لپاره د وياړ خبره ده . فوزيه پکتياله ناصري کابل پوښتنه : د يوۀ مخکښه سندر غاړي په توگه تاسو د هغو نويو ځوانانو په باب څه واياست چې د هنر ډگر ته راتلونکي دي يا راغلي دي او د موسيقي په باب له هيڅ شي نه دي خبر . دوى د زده کړې پر ځاى د نورو کاپي کوي . ستاسو په فکر دا مناسبه لاره ده او که په دې برخه کې کوم نظم پکار دى ؟ دريا : که څوک وغواړي چې يوازې شوقي سندرغاړى واوسي گرانه خبره نه ده خو که وغواړي چې په دې ډگر کې د خلکو او هنر په وړاندي جدي مطرح شي نو نه خلک او نه د موسيقۍ د علم هنر د ازموينو يا تمرينونو تخته ده . نو که څوک غواړي چې پخپله يې درناوى او قدر وشي لومړى بايد خلکو او هنر ته په درنښت او د قدر په سترگه وگوري او زده کړه وکړي . وږمه ښکلا خوست پوښتنه : په خپلو مرکو کې دې کومه يوه خوښه شوې او کوم خبريال داسې پوښتنې درنه کړي چې تل مو په زړۀ کې پاتې وي ؟ دريا :شايد زړۀ ته مو ونه لويږي ، تر ټولو ښه سوالونه ما له تاسو د بي بي سي پښتو وېبپاڼې په همدې برخه کې ترلاسه کړي دي چې زما لپاره خورا ډير خواږۀ دي او زما په خاطرو کې پاتېدونکي دي .  | شاعري کوې ؟  کله نا کله مې د ځينو پښتو او فارسي کمپوزونو تصنيفونه خپله ليکلي دي .  دريا |
کاکا جان لندن پوښتنه : هيله لرم د بي بي سي له تکړه او جادو غږې خبريال داود جنبش سره مرکه وکړې ؟ دريا : د دې فکر هرکلى مو کوم که نصيب و وبه شي . محمد فريد وحيدي کابل پوښتنه : په افغانستان کې د نويو هنرمندانو د روزلو لپاره د يوۀ مرکز جوړولو نيت نه لرې ؟ دريا :همدا اوس د افغانستان د موسيقي د بنياد نوي جوړ شوى مرکز زما په مرسته روانه دى . په همدې تيرو ورځو کې مې له دې مرکز سره مالي مرسته هم کړې ده او د دې مرکز له ځوانو غړو سره ملگرتيا او ډيره همکاري لرم . تر اوسه مې له دوى سره په يو شمير تلويزيوني خپرونو کې برخه اخيستې او هڅولي مې دي . رحيم الله رامح کابل پوښتنه : هيله لرم چې په پښتو غزل ويلو کې لکه د هندي جگجيت سينگ غوندې وځليږې . دريا : کور ودان . سلم خان چمن بلوچستان پوښتنه : د پټکي عکس مې دې ډير خوښ شو تل يې تړه . دريا :بيشک ! زما هم خوښيږي . سمسور اصفي امريکا پوښتنه : د باران له ډلې سره اوس هم تماس لرې ؟ دريا : له ټولو سره يې له ليرې يا له نژدې په تماس کې يم له يو بل سره وينو او خوالۀ سره کوو . حميد سويډن پوښتنه : سويډن ته کله راځې ؟ دريا : اى غافله ! د ٢٠٠٥ کال په سپتمبد کې مې د شويډن په سټاکهولم کې کانسرت درلود او ته پرې خبر هم نه وې . سيد نجيب الله طاهري گرديز پکتيا پوښتنه : دريا ولې له کابله پرته د افغانستان نورو ولايتونو ته سفر نه کوي ؟ دريا : وخت مې نه درلود خو له دې وروسته ځينو ولايتونو ته هم سفر لرم چې که نصيب مې وشو وربه شم . ولايت خان ځدراڼ سويډن پوښتنه : اوريدلي مې و چې د ليلا په نامۀ په يوې نجلۍ مېن وې ځکه دې له ليلا سره تړلې سندرې ډيرې دي ، دا رښتيا دي ؟ دريا : خداى دې خوار مه کړه ، تهمت ولې کوې ! زلمى سرور لغمان پوښتنه : په پښتو معاصرو شاعرانو کې دې څوک خوښ دي ؟ دريا : درويس درانى ، پير محمد کاروان ، محمد صديق پسرلى ، ارواښاد ننگيال او غفور لېوال . دريمه برخه عبدالصبور انگلستان ، احمد خسرو هنگري پوښتنه : ولې سم ځواب نه وايې ، د افغانستان د کوم ولايت اوسيدونکى يې پوښتنه سمه ځواب کړه . دريا : دا موږ افغانان ولې د ولايت ، ژبې او قوم معلومولو ته يوه ځانگړې تنده لرو ؟ افغانيت مو کافي نه دى ؟ زۀ په کابل کې زيږيدلى يم ، د ژوند لومړني ١٧ کلونه مې په کندز کې تير کړي بيا ورپسې ١٣ کاله په کابل کې وم نو ستاسو په گومان اوس د افغانستان د کوم ولايت شوم .؟ دريا :  | سندرې کله بس کوې ؟  بې غمه اوسئ تر هغه وړاندې به مې سندرې بس کړي وي چې ستاسو مينه راسره په ختميدو شي  دريا |
افسر زيب خان خوست پوښتنه : د خوست يو تکړه سندر غاړى صالح جان په ډيره بده وضعه کې ژوند کوي ستاسو په فکر له دغه ډول هنرمندانو سره بايد څوک مرسته وکړي ؟ دريا :دا مرسته يوازې د دولت کار نه دى بلکې د خلک هم د خپلو هنرمندانو په وړاندې مسووليت لري چې کلونه کلونه يې ورته خدمت کړى دى . له دې سره له تاسو دا غوښتنه هم کوم چېد صالح جان پته او د تيلې فون شميره د بي بي سي پښتو وېبپاڼې له لارې ماته راورسوئ وبه گورم چې د هغۀ د يوۀ واړۀ هم مسلکه په توگه زۀ څه کولى شم . احمد يما شيرزاد کندز پوښتنه : ښاغلى دريا خپل ښار کندز ته بيا راځې ؟ دريا : په دوو دلايلو ژر تر ژره کندز ته تلونکى يم . يو خو د هغۀ ولايت د مهربانو خلکو زيارت ته او بل هم هلته د ( خانه دريا ) په نامۀ د يوې يتيم خانې د پرانيستلو په نيت روان يم . اجمل ځاځى پېښور پوښتنه : پېښور ته نه راځې ؟ دريا : پېښور .... پېښور ... پېښور ..... د نړۍ په هر گوټ کې چې خلک زما پر افغانستان مين وي ورځمه او پېښور کې خو مو خپل ( خلک ) اوسيږي . علي هزاره ډنمارک پوښتنه : ته تاجک يې که پښتون ؟ دريا : زۀ افغان يم . باتور افغان ننگرهار پوښتنه : ننگرهار ته د کانسرت لپاره نه راځې ؟ دريا : د نارنجو بوى ، د نارنج گل بوى لېونى کړى يم چې هر کله په هوښ شوم درغلم . احسان الله کندهار پوښتنه : هيوادوالو ته کوم پيغام لر ې ؟ دريا : زما يوازينى او تر ټولو ستر پيغام د مينې ، عشق او پوهاوي يا تفاهم دى چې له څو لسيزو راهيسته له موږ څخه ورک شوي دي زموږ خلک د تر ټولو ستر او لوى عشق شايستگي لري . فيض الله علي زاده کوټه ، محمد ظريف اريوبي برتانيا ، صبور موسى خېل کانادا پوښتنه : کوم سندر غاړى دې خوښ دى او ولې ؟ دريا :په پخوانيو کې استاد قاسم ، استاد شيدا ، استاد سر اهنگ ، استاد اولمير ، استاد ايوب او احمد ظاهر زما د زړۀ هنرمندان وو . د دغو مشرانو د غږ گرمي او ادب او سندرې ډيرې راباندې گرانې دي . فاضله کابل پوښتنه : که څوک له تا سره وادۀ وغواړي تيار يې ؟ دريا :د خداى لپاره ! يو خو ميرمن او زوى لرم او بله دا چې د څلورو شرعي ميرمنو لپاره پيسې هم نه لرم . حميد الرحمن حميدي پېښور پوښتنه : په موسيقي کې استاد لرې ؟ دريا : انجينير صديق قيام زما لپاره دهندي – افغاني کلاسيکې موسيقۍ په برخه کې د موسيقي د تيورۍ لومړنى استاد دى . له هغه وروسته مې له ارواښاد استاد پولادي څخه لويديځه کلاسيکه موسيقي زده کړې ده او له دوى وروسته مې له يو گڼ شمير بهرنيو استادانو څخه د دغۀ علم پټې ښکاره خبرې زده کړي دي . د ولسي او اصيلي افغاني موسيقۍ زده کړه مې له خپلو شخصي مطالعاتو او تجربو څخه کړې ده . هيلۍ ساپۍ ناروې ، ليلي رباني اوسلو ناروې پوښتنه : ناروې کې مو مينه وال ډير دي نه ورته راځئ ؟ دريا : خداى دې تاسو دوستانو ته برکت درکړي چې ناروې ته د يوۀ سفر لومړني کارونه چمتو شي ، زۀ مو هم د ليدو تږى يم . هيواد بارکزى امريکا پوښتنه : کله چې دې په سندرو پيل وکړ کورنۍ دې ورسره خوښه وه ؟ دريا : کورنۍ مې هيڅکله د کار او د هنر په وړاندې زما د مينې مانع شوې نه ده بلکې پر عکس يې له هغه پيله تر ننه پورې دعاگانې راسره وې او دي . خليل الله وردگ اسلام اباد پوښتنه : ولې دې سندرې پيل کړې ؟ دريا : موسيقي زما د روح د پارونکي ستوني غږ گرځيدلى ما بايد دغه امانت چې په سينه کې مې و وړاندې کړى واى او د دې رسالت لپاره ما او زما موسيقۍ يو بل سره خوښ کړو . مالى ډنمارک پوښتنه : افغانستان ته بيا ولې تللي ياست بل البوم تياروئ ؟ دريا :افغانستان ته زما د سفر علت له يتيمو ماشومانو سره مادي او معنوي مرسته وه او دغه راز مې د افغانستان د موسيقۍ د بناد له مرکز سره هم مرسته وه چې دا دواړه درې ورځې وړاندې ترسره هم شول . د لومړي هجري کال په لومړۍ ورځ څلور ساعته تلويزوني خپرونه وه چې (( سال نو با فرهاد دريا ) نوميده دغه خپرونه د طلوع له تلويزيون څخه خپره شوه چې زما دوه کاملآ نوې سندرې هم پکې خپرې شوې اوس د يوې بلې لويې تلويزيوني خپرونې په چمتو کولو بوخت يم چې د بې سرپرست ماوشمانو لپاره به وي او ډير ژر به د افغانستان له ملي تلويزيونه خپره شي . نعمت الله خان ساپى امريکا ، زيک اپريدى پېښور پوښتنه : د بابولي په سندره کې (( چارمه که )) څه مانا لري ؟ دريا : اصلي سروکى په دې ډول وو (( بابولالې څار ناقرار کړم )) خو د جتنوب په يوې ځانگړې لهجې ويل شوې چې ډير خلک پرې نه دې پوى شوي کله نا کله پرې ځينې دوستان شرط ږدي چې دغه ټکى به دا وي که هغه . نور حسن لندن پوښتنه : ته خپله شاعري هم کوې ؟ دريا : کله نا کله مې د ځينو پښتو او فارسي کمپوزونو تصنيفونه خپله ليکلي دي . روهيد سهار کابل پوښتنه : زوى به دې پريږدې چې سندرې ووايي ؟ دريا : که د پلار غوندې په مينه کې کلک او جدي وي ولې نه .  | د اتڼ په باب  څه خوند کوي چې د ډول غږ د غرۀ زړۀ ولړزوي او ته ورته څرخ ووهې او وږمې مو د څڼو لاندې دېره شي  دريا |
روح الله احمدزى کابل پوښتنه : له نغمې سره به يو ځاى سندرې ووايې ؟. دريا : گومان نه کوم ځکه چې رنگ او خوى مو سره ورته نه دى .سراج الدين زلمى کندهار پوښتنه : کله مو د عبدالله جان کندهاري سندرې اوريدلي که هو څرنگه درته ښکاري ؟ دريا : د کندهار موسيقي خپل رنگ او خوند لري چې پر ما گرانه ده . عبدالله جان کندهارى بې له شکه چې د دغې موسيقۍ يو مخکښه سندرغاړى دى . محب فرحت کندهار پوښتنه : په سندر کې دې کومه يوه خوښه ده او ولې ؟ دريا : له خپلې هرې سندرې سره مې ژوند کړى دى نو په سندرو کې انتخاب د نورو په وړاندې ناځواني ده . که مې سندره زړۀ ونه لړزوي نه يې وايم . فوزيه پکتياله ناصري کابل پوښتنه : خپل راتلونکى څرنگه گورئ ، تر کله به سندرې واياست ؟ دريا : د سندرو ويل تل نه وي ، بې غمه اوسئ تر هغه وړاندې به مې سندرې بس کړي وي چې ستاسو مينه راسره په ختميدو شي . ډاکټر زيار مل کابل پوښتنه : ولې خپل زوى کلنگي بولې ؟ دريا : د هر چا اولاد ځان ته کلنگي وي او بله خبره لا دا ده چې د کلنگي ټکى يوه شوخه اصطلاح ده چې په خلکو کې دود ده . سميع ځاځى هالند پوښتنه : د نوي البوم نوم به دې څه وي ؟ دريا : چې کار يې بشپړ شي ههغه وخت به ورته نوم هم وټاکم. اياز سالارزى کونړ پوښتنه : اتڼ کولى شې ؟ دريا : کاشکې مې کولى شواى . څه خوند کوي چې د ډول غږ د غرۀ زړۀ ولړزوي او ته ورته څرخ ووهې او وږمې مو د څڼو لاندې دېره شي . جبار باجوړى فينلنډ پوښتنه : ايا دا رښتيا ده چې تاسو د اپريل په مياشت کې فينلنډ ته راځئ ؟ دريا : خداى دې خبره رښتيا کړه خو په فنلينډ کې د اوريدونکو د کمښت له امله د کانسرت ورکړه ناشونې ده . گلالۍ احمدزۍ نامعلوم ځاى پوښتنه : يو وخت مو ويلي و چې د پښتو يو جلا البوم وړاندې کوئ خو تر اوسه ونه ليدل شو ولې ؟ دريا :زما تر ټولو لوى غليم وخت دى چې ډير راسره نه وي او هغه البوم لا تر اوسه هم زما په کيدونکو کارونو کې دى چې ژر به يې ثبت کړم . دويمه برخه مبشر کندزى ملبورن پوښتنه : کله استراليا ته د کانسرت لپاره راځې ؟ دريا : هر کله چې خداى پاک د استراليا مزل لنډ کړي !هدايت الله همدرد خوست پوښتنه : د سندرو په وخت کې څه احساسوې ؟ دريا : احساسوم چې د کهکشان په رنگونو کې په الوت يم او شوخه وږمه مې په سپينو وېښتو کې ځاله جوړه کړې سمسور مندوزى خوست پوښتنه : له چا سره مو گډه سندره ويلې که نه ؟ دريا : هو ، د خپل هنري فعاليت په پيل کې مې له استادې مهوش سره او په دې وروستيو کې مې د (( سرزمين بېگانه )) په البوم کې له يوې هندۍ ميرمنې سره گډه سندره ويلې ده . نسيم مومند مسکو پوښتنه : د افغانستان په سندرغاړو کې تر ټولو ښه ١٠ کسه څوک گڼئ ؟ دريا : ١٠ سوکه راکړه خو دا مه راڅخه پوښته چې ١٠٠ کسه نور به مې غاړې ته واچوې . فهيم ځاځى برمينگهم پوښتنه : نوې سي ډي مو څه وخت راوتونکې ده ؟ دريا : د ٢٠٠٦ کال په ما رچ کې به خپريدۀ خو د لاس انجلس پېښې وځنډاوۀ که خداى کول د جولىا تر مياشتې ( چنگاښ ) پورې به خپور شي . امان الله وردگ کوټه پوښتنه : د باران له ډلې سره مو څو سندرې وېلې وې ؟ دريا :عادت مې دى دوه شيان نه حسابوم يو پيسې چې نه يې لرم ! او بل خپلې سندرې چې ډيرې دي .  | څو سندرې لرې ؟  :عادت مې دى دوه شيان نه حسابوم يو پيسې چې نه يې لرم ! او بل خپلې سندرې چې ډيرې دي .  دريا |
خليق پښتون لندن پوښتنه : په کومه ژبه له خپلو سندرو ډير خوند اخلې ؟ دريا : په هره هغه ژبه چې له مينې خبرې وکړي . ليلا سمن جلال اباد پوښتنه : د پښتو سندو يو البوم ولې نه جوړوې ؟ دريا : زما البومونه تل په څو ژبو وي خو بيا هم که نصيب و يوه ورځ به دا کار هم وکړم . زرلښته گلمکۍ ژوب پوښتنه : زۀ غواړم له تا سره وادۀ وکړم . دريا : اجازه يې زما له ميرمنې واخله ! عبدالله کوچى کندز پوښتنه : په اولادونو کې به دې څوک سندرغاړى شي ؟ دريا : له خيره يو به هم نه وي . د لاس انجلس له پېښې وروسته که خداى کول يو به هم دغه تيروتنه ونه کړي. قيام الدين ميلاد لغمان پوښتنه : ميرمن دې ستا له هنري ژونده خوښه ده ؟ دريا : هغه زما تر ټولو جدي اورېدونکې ده او زما د هنر تر ټولو ستر مټ دى . هارون صاحبزى سويډن پوښتنه : د ځوانو سندرغاړو له ډلې د چا استعداد تاسو ته ښه ښکاري ؟ دريا : په دې وروستيو کلونو کې دغه استعدادونه زما لپاره ځلېدلي دي جاويد شريف ( جرمني ) عبيد جوينده ( انگلستان ) بريالى ولي ( افغانسان ) سلام جاويد ( افغانستان ) پرويز ( جرمني ) ...... اميد ځدراڼ سويډن پوښتنه : د داسې ډنگريدلو علت مو په څه کې دى ؟ دريا : مينه او سر خوږى زورور دى ، غرونه اوبه کوي ، يو څه بيا ورزش هم کوم . حاجي امين هوتک کانادا پوښتنه : د عبدالباري جهاني شعر مو ولې نه دى ويلى ؟ دريا : د درانۀ شاعر جهاني څو غزلې مې کمپوز کړي دي خو د ثبتولو وخت مې نه دى موندلى . سراج الدين زلمى کندهار ، ډاکټر عبدالقادر نوري کندز پوښتنه : ولې نور افغانستان ته نه راځې او دلته نه اوسيږې ؟. دريا : زۀ تل په تگ و راتگ کې يم . همدا اوس هم ستاسو ځوابونه له کابله درکوم . نور احمد توکيو جاپان  | وادۀ راسره کوې ؟  اجازه يې زما له ميرمنې واخله !  دريا |
پووښتنه : د ژوند ښه او بده خاطره دې څه ده ؟ دريا : ومې بخښئ زۀ هيڅکله په خپلو سندرو او خپلو خاطرو کې ښه و بد نه خوښوم ، فکر کوم که داسې وکړم نو له نورو سره به مې جفا کړې وي . فريدون الکوزى لغمان پوښتنه : څو کلن يې ؟ دريا : ولې مې ځوروې ؟ سړى چې له ٤٠ کالو واوړي د دغه ډول سوال په وړاندې يې ايمان کمزورى شي . بهروز جان عمرزى ډنمارک پوښتنه : په کانسرت کې د زهرو په پېښه کې مو پر چا شک راځي چې دغسې کار به يې کړى وي ؟ دريا : د خلکو کار نه و ، د کوم بخيل کس کار و او له غيبو يو خداى ښه پوهيږي . شفيق الله توتاخيل مشيگن امريکا پوښتنه : اوس چيرې اوسيږې ؟ دريا : په امريکا کې خو همدا اوس اوس په کابل کې يم . مسعود صميمي يونان پوښتنه : اوريدلي مې دي ته د ناشر لمسى يې دا رښتيا دي ؟ دريا : د مور له خوا د ارواښاد عبدالغني خان گرديزي لمسى يم چې په خپل وخت کې د کندهار نايب الحکمه و . د پلار له خوا د اروښاد شير خان ناشر لمسى يم چې په خپل وخت د قطغن نايب الحکمه و . لومړۍ برخه فضل کريم تنکى بلجيم ، سيد مسکو پوښتنه : په افغانستان کې د کوم ولايت يې ؟ دريا : ( په خندا ) زۀ د افغانستان له (( ولايت )) څخه يم ! کاکړ اسلام اباد ، نظير احمد انگار سويډن ، احمد سعيد عاطفي کندهار پوښتنه : په يوۀ کانسرت کې له بدمرغې پېښې وروسته مو روغتيا اوس څرنگه ده ؟ د پېښې علت څه و ؟  | کله دې سندرې پيل کړې ؟  له هغه وخته مې په سندرو پيل کړى دى چې د گاونډي د لور او زوى په توپير پوى شوى يم  فرهاد دريا |
دريا : يو چا يا ځينو کسانو نيت درلود چې فرهاد او له مينې ډک زړۀ يې ودروي . خو خداى ونه غوښتل او ستاسو په دعاگانو روغ رمټ پاتې يم . خيبر اندړ سويډن پوښتنه : له کوم عمره مو په سندرو پيل وکړ په راډيو تلويزيون کې مو لومړنۍ سندره کومه يوه وه ؟ دريا :له هغه وخته مې په سندرو پيل کړى دى چې د گاونډي د لور او زوى په توپير پوى شوى يم لومړنۍ سندره مې ( يار بې وفا ) نوميده چې کلاسيک راگ دى . صديق الله صداقت پېښور پوښتنه : څو اولادونه لرې ؟ دريا :يو کلنگى زوى لرم هجران نوميږي خداى دې يې راته لري . عزيز الله بابکرخېل فينلنډ پوښتنه : ولې دې ( دريا ) تخلص خوښ کړى دى ؟ دريا : دريا ، د ژوند او څپاندۍ په مانا ده ، د پاکي په مانا ده د پاکې جامې په مانا ده غواړم د څپاندۍ او پاکۍ هينداره واوسم . اباسين پکتيانى سويډن ،ميرويس سويډن پوښتنه : پر کومې نوې سي ډي کار کوې که هو څو پښتو سندرې پکې دي .؟ دريا :هو ، په دې سي ډي کې درې پښتو سندرې دي چې له پخوانيو بڼو په بشپړه توگه توپير لري . افغانمل کابل پوښتنه : په کابل کې تير ځل فرهاد دريا ژمنه کړې وه چې د موسيقي ښوونځى به جوړوي دغه کار څرنگه شو ؟ دريا :له بده مرغه هيچا راسره مرسته ونه کړه ، اوس لا په افغانستان کې زما د دغه ډول خيال پلونو لپاره د وخته دى . صالحزاده ډنمارک پوښتنه : د سندرې لپاره د شعر په انتخاب کې څه شى مهم گڼئ ؟ دريا : لومړى بايد شعر او تصنيف بايد سره جلا شي . که شعر وي که تصنيف وي بايد د وخت له ښکلا پېژندنې سره سم وي . له تصنيفه بايد د لوړ شعر هيله هم ونه لرو . نن سبا په موسيقي کې تر شعر تصنيف ډير مطرح وي ځکه چې په مسلکي او مکتبي موسيقي کې لومړى کمپوز او بيا تصنيف جوړوي چې بايد هم همداسې وي . نصيب الله اغا پاکستان : پوښتنه : د سندرو پر وخت سترگې ولې رپوې ؟ دريا : د رنگينو مرغيو او وريو خيال پلونه وهم ! جبار باجوړى فنىلنډ پوښتنه : اوريدلي مې دي چې په اپريل ( ورى – غوىى ) کې تاسو فينلنډ ته راځئ دا رښتيا دي ؟ دريا : خداى دې په خولۀ برکت کړه . لطىفه نوري لندن پوښتنه : څو وروڼه خويندې لرې ؟ دريا : څلور وروڼه لرم نور نو د افغانستان ټولې نجونې زما خيوندې دي نصرالله داود ډنمارک ، عبدالقادر دانش کندهار ، سميع اسحاقزى هالنډ ، حسين صادق ناروې پوښتنه : ولې مو پښتو سندرې کمې دي ؟ دريا : غواړم لږ دې وي خو پخې دې وي . زۀ په پښتو ژبه د عشق تر کچې مين يم . زين هاشمي برمينگهم انگلستان پوښتنه : د نوي افغان ملي سرود په باب ستا نظر څه دى ؟ دريا : ( له څه سکوته وروسته ) د هغۀ ولس چې تاريخ او غمونه يې دواړه ستر دي ، تر دغۀ ملي سرود يې د لا ښه يوۀ شايستگي درلوده . امير افغانزوى جرمني پوښتنه : تاسو ښکلې پښتو سندرې واياست خو ما د خبرو پر وخت په پښتو ويلو نه ياست اوريدلي ، ايا پښتو مو نه ده زده ؟ دريا : په کوچينوالي مې په فارسي ډيرې خبرې کولې چې پسې روږدى شوم خو په پښتو هم خبرې کوم . اسد الله کمال کابل پوښتنه : ستاسو په غږ کې مې دا ښکلې سندره اوريدلې ، ښکليه گلستانه ځار شمه له تانه گران افغانستانه ځار شمه له تانه ، دغه شعر د چا دى ؟ دريا : په بخښنې سره دا سندره ما نه ده ويلې او تصنيف يې هم نه پوهيږم د چا دى .  | مورنۍ او پلارنۍ ژبې دې څه دي ؟  عشق  فرهاد دريا |
شاهين انگار سويډن ، خان پاکستان ، يما مقبل خوست پوښتنه : مورنۍ او پلارنۍ ژبې دې کومې دي ؟ دريا : عشق! ډاکټر زيارمل کابل پوښتنه : کله مو وادۀ وکړ ؟ دريا : ١٣ کاله وړاندې ، هغه هم يو ځل . هيبت الله زرمتى هند پوښتنه : ستاسو زده کړې څومره دي ؟ دريا : د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي فارغ يم . وروسته مې د ښکليو هنرونو په پوهنځي کې تدريس کاوۀ . صبور موسى خېل تورنتو پوښتنه : ايا په مزار شريف کې به په دې لنډ وخت کې کوم کانسره ورکړې ؟ دريا :تر اوسه پورې حضرت علي ( رض ) زما غوندې واړۀ نه دي ورغوښتي . عنايت الله محکزى جرمني  | کندهار ته ځې ؟  زما نيکه پکې کلونه کلونه نايب الحکومه و .  فرهاد دريا |
پوښتنه : کندهار ته د تگ نيت لرې ؟ دريا :کندهار هغه ځاى دى چې زما نيکه پکې کلونه کلونه نايب الحکومه و . مور مې د کندهار د ښکلاو ، د باکلتورو او مهربانو خلکو کسيې ډيرې راته کړي دي ، ما له کوچينوالي لا د کندهار خوبونه ليدل . مرينا اريا کندز پوښتنه : دا رښتيا ده چې د ترۀ په لور مين وې ؟ دريا : که گنگوسو ته غوږ ږدئ نو د فرهاد دريا د مينې او د حرم د ميرمنو شميره د عبدالرحمن خان تر شاهي حرمه خورا ډيرې دي احمد کندهار ، فردوس هادي کابل پوښتنه : اوس ولې بيرته افغانستان ته نه راستنيږې او دلته ژوند نه کوې ؟ دريا : ولې يوۀ بل ته درواغ ووايو . يوازيني کسان چې د هنرمندانو د بيرته ستنيدو هيله لري خلک او خپله هنرمندان دي . پاتې هر څه د ځان دښمن او د دغې ډلې کار دى . دولت په دې برخه کې اصلآ هير کړئ . حبيب الله خوگياڼى جلال اباد، عزت الله تنى خوست پوښتنه : جلال اباد ته د راتگ نيت لرې ؟ دريا :واه واه واه د نارنج گل بوى راغى . راځم ارو مرو راځم . ليلما ناصري کابل پوښتنه : تاسو ولې نوي سندرغاړي نه روزئ ، پخوانيو ښو سندرغاړو څوک ونه روزل ځاى ناستي يې پاتې نه شول ؟ دريا :بدبختې تيکنالوژۍ د افغانانو نوي هنرمندان تنبله کړي دي ، نن سبا ډير لږ کسان د پرون پوهې او تجربې ته سر ږدي . انيلا ساپۍ کابل پوښتنه : اوس چيرې ژوند کوې ؟. دريا : ميرمن او زوى مې د امريکا په ويرجينيا ايالت کې اوسيږي ، او خپله د دې سربداله هنرمند کور د خلکو له زړونو پرته چيرې کيداى شي ؟ پروانه واورينه ناصري کابل پوښتنه : د ( باران ) ډلې له پخوانيو ملگرو سره ولې يو ځايي يوه سندره نه وايې ايا د دوى ټولول مشکل دي ؟ دريا :باران ته وريځې پکار دي ..... تالنده ورته پکار ده .... موسم غواړي . د شنۀ باران موسم تير شو او بيا نه راستنيږي .....
د افغانستان نامتو او بې سارى سندرغاړى فرهاد دريا په تيرو دوو لسيزو کې د دغۀ هيواد يو له مخکښو سندرغاړو او کمپوزرانو څخه دى . دۀ پر ډيرو نويو سندرغاړو اغيز لرلى دى . فرهاد دريا په پښتو ، دري ، هزارگي ، ازبکي او اردو ژبو په لسگونو سندرې ويلي دي . د پښتو په سندرو کې يې ځينې فولکلوريکې سندرې په يوې نوې بڼې وړاندې کړي او د ځينو په گومان يې نوى روح ورپوکولى دى . فرهاد درىا گڼ شمير پښتو سندرو ته خپله کمپوزونه جوړ کړي دي چې له هغې ډلې څخه ځينې په دې ډول دي : - ليلا وړه ده ليلا- مازديگر شو ليلا- په نن سبا کلونه تير شو مساپر رانه غلى ارمان دى - شين خالۍ بيا گورد ته ځينه- اصلي وطن افغانستان دى- بيلتونه کور دې مولا وران کړه فرهاد دريا د افغان ماشومانو لپاره خورا ډيرې مرستې رسولي ، په لويديځو رسنيو کې فرهاد دريا ته ( د افغان ولس غږ ) ويلي دي . فرهاد دريا د بي بي سي پښتو وېبپاڼې په بلنې ستاسو پوښتنو ته د ځواب ويلو ټټر وهلى دى . له ټولو درنو اورېدونکوڅخه چې [email protected] ته برېښناليکونه راستوي هيله کوو چې دغه ټکي په پام کې وساتي: که چېرې د مايکروسافټ windows xp تر ټولو نوې بڼه له پښتو support سره کاروئ، نو په ډاډه زړه خپل مطلب په پښتو کښلى شئ. په دې ډول به هم زموږ وخت وسپمېږي او هم به ستاسې پوښتنه يا نظر بې له تېروتنې راواخيستل شي، که د مايکروسافټ د windows xp زړه بڼه کاروي نو هغه د مايکروسافټ له اړوندې پاڼې څخه په وړيا ډول دservice pack2 په ترلاسه کولو سره د پښتو ليکلو جوگه کړئ. په دې ډول بيا هم خپل ليک په پښتو تورو راستولى شئ، که دا يو هم ممکن نه وي غوره به دا وي چې خپلې پوښتنې په انگريزي راواستوئ چې لوستل يې آسان شي، او که داهم ستونزمن کاروي او هرومرو پښتو په لاتين ټکو ليکئ، نو تر وسه وسه مو مطلب روښانه او لنډ وساتئ. |