BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:16 گرينويچ 2006 ,22 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
بوش امريکايي سياستوال وننگول
بوش
ولسمشر بوش وايي که دا معامله رد کړو د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې به د واشنگټن ملگرو ته منفي ځواب ورکړل شوى وي .
ولسمشر بوش د خپل گوند دننه لوړ پوړي شخصيتونه ننگولي دي چې که د متحدو عربو اماراتو د يوۀ شرکت له خوا د امريکا د شپږو لويو سمندر غاړو د کنترول په مخنيوي کې لايحه وړاندې شي نو دى به يې ويټو کړي .

په متحدو ايالاتو کې د دواړو گوندونو له خوا د دغې څو ملياردي معاملې په وړاندې مخالفت روان دى .

د متحدو ايالاتو د مشرانو په جرگه کې د اکثريت جمهوري غوښتونکي گوند مشر بېل فاسټ گواښ کوي چې که د دغې معاملې مخه ډب نه شي نو دى به يوه داسې لايحه وړاندې کړي چې د ملي امنيت لپاره د پايلو له امله به د دې معاملې نوره څيړنه وغواړي .

ولسمشر بوش وايي امنيت له خطر سره نه دى مخامخ او دغه معامله وځنډول شي نو د ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې به د واشنگټن ايتلافيانو ته بد پيغام ورکړل شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت