|
د موڅارت ٢٥٠ مه کاليزه ولمانځل شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نړۍ د خورا ستر موسيقي جوړوونکي يا کمپوزيتور اولفگانگ امادوس موڅارت د زېږېدو ٢٥٠ کاليزه د اتريش په سالڅبرگ ښار کې د کليسا د زنگولو په کړنگولو سره ونمانځل شوه. د نړۍ ډېر وتلي کمپوزيتوران په سالڅبرگ او د اتريش په پلازمېنه – ويانا کې چې موڅارت پکې د موسيقۍ خورا زړه راښکونکې ټوټې جوړې کړې وې، د هنر په ښودلو بوخت دي. په نوره نړۍ کې هم د موڅارت د کاليزې د نمانځنې مراسم روان دي. د پاريس اوپرا د هغه د دون ژوآن نوې ننداره ليدونکو ته وړاندې کړې. په داسې حال کې چې د نيويارک فيلارموني د دريو اوونيو لپاره د هغه موسيقۍ ته بېل شوي مراسم لري. | ورسره تړلي نور خبرونه د افغا نستان سينما ته ځغلنده نظر26 دسمبر, 2005 | خبرونه کندهارى قيس له ماليزيايي ليلا سره په فلم کې04 جنوري, 2006 | خبرونه افغانه حماسه د ښکلا نړيواله ملکه نه شوه10 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||