BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:55 گرينويچ 2006 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ماته مه گورئ لوبې ته مې گورئ
شيراپاوا
١٨ کلنه روسۍ شيراپاوا د نړۍ يوه له مخکښو تينس لوبغاړيو څخه ده
د استراليا په پرانيستو تينس لوبو کې د نړۍ مخکښې تينس لوبغاړې ماريا شيراپاوا نيمه پايلوبه يا سيمي فاينل د بلجيم له لوبغاړې جستين هينين هاردين څخه وبايلود او ورسره يې پر خپرندويو رسنيو تور ولگاوه .

شيراپاوا وويل (( خپلې کتابچې او خپل قلمونه پر مځکه کېږدئ ، زما د سويو چيغو معلوموونکې الې مو غلې کړئ ، د فېشن پوليس مو ځواب کړئ لطفآ زما لوبې ته زما تينس ته پام وکړئ . ))

شيراپاوا پر خبري رسنيو دا تور هم ولگاوۀ چې يوازې د دې د لوبې منفي اړخ ته پام کوي .

دې په وروستيو دريو لويو تينس سياليو کې نيمه پايلوبې بايللي دي .

دې وويل (( اوس به بيا رسنۍ ليکي چې زۀ له نيمه پايلوبو نه شمه تيريدلى زۀ داسې يم او هغسې يم ، خو تاسو ته زما مشوره دا ده چې زما لوبې ته دقت وکړئ په کوم ډول چې ما لوبه وکړه زۀ يې سارى نه وينم ، پرې وياړم . ))

شيراپاوا چې په متحدو ايالاتو کې اوسيږي روسي تابعيت لري او په تيرو دوو کلونو کې يې د تينس په لوبه کې لوى نوم گټلى دى .

دا د لوبې په ترڅ کې د غونډسکې د ويشتلو پر وخت يوه سوې کريغه کوي ، د لويديځ ډيرو ورځپاڼه ليکونکو د دې ښکلي عکسونه او د سويو کريغو په باب رپورټونه خپارۀ کړي دى .

شيراپاوا په ښکلا مشهوره ده دې ته په گڼ شمير تلويزيوني اعلانونو کې بلنه ورکړل شوې ده .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت