|
د استراليا له تينس لوبو څخه د تير کال اتل ووت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ميلادي کال لومړنۍ مهمې تينس لوبې د استراليا پرانيستې اتلولۍ دي چې ايله څو ورځې وروسته پيليدونکې دي . د دغو اتلوليو د سړو په لوبو کې اتل مرات سفين چې د روسيې استوگن دى د ټپي کيدو له امله له خپلې اتلولۍ دفاع نه شي کولى . دغه راز د فرانسې د پرانيستو لوبو اتل اسپانيايي رافيل ندال هم په دغو لوبو کې له گډونه بې برخې شوى دى . سفين د زنگانۀ په خوږو اخته دى او نادال بيا د پښې درد لري . سفين وويل (( خواشينى يم چې استراليا ته د خپلې اتلولۍ د دفاع لپاره نه شمه تللى . )) سفين او نادال دواړه هوډ لري چې د فبروري په ١٣ نېټه په فرانسه کې د تينس پرانيستو لوبو پورې چمتو واوسي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||