 | | | ستورى منگل دسينما، تياتراوراډيوتلويزيون ممثله ده |
ميرمن ستورى منگل ٥٢ کاله وړاندې دتلې په مياشت کې د افغانستان د ننگرهار ولايت ډکه کې نړى ته راغلی ده . يوولس کاله يي ښوونځى لوستى اودوولسم کال يي په کورکې لوست ووايه . په ١٣٥٢ کال کې راډيو افغانستان ته ورغله . څلورکاله هلته همکاره وه او بيا پر ر سمې دنده مقرره شوه . ممثله وه اودراډيوېې نندارې د پروگرم پروديوسره . وروسته دراډيو ډرام پپروديوسره هم شوه . ستورى منگل دسينما، تياتراوراډيوتلويزيون ممثله ده. د سياه موى اوجلالي ، رابعه بخلي، کج راه ، اوالماس سياه په فلمونوکې يي ونډه لرله . پدغو تلويزيونې تياترونو کې ېې رول لوبولى دى : ميړانه ، وياړ، دوطن مور، سپينه ادې اونور . مبرمن منگل د هجرت د فلم پروديوسره ده . په ١٩٩٢ کال کې پيښورته کډه شوه او دوه کاله وروسته يې د بي بي سي له تعليمي پروژو سره په کار پيل وکړ . د نوى کور، نوي ژوند په راډيويي ننداره کې ېې لومړى د کونډې او بيا د بس بي بي رولونه لوبول . په ١٩٩٨ کال کې هالند ته ولاړه او تر اوسه د اتريخت په ښار کې اوسي. اوس هم د کډوالو افغانانو لپاره ډرامې ، جشنونه او ذهني ازموينې ترتيبوي . په تيرکمکي اخترکې ېې يوه داسې ازموينه جوړه کړې وه. سويدن ، جرمني، لندن اونورو ښارونو ته يي هنري سفرونه کړي دي . واده يې کړى دى او شپږ ماشومان لري . خداى (ج) درې زامن اودرې لوڼې ورکړې دي . |