"پاکستان د میندو لپاره ناوړه هېواد"
د مګريو ملتونو سرمنشي د زريزې موخو په اړه یو راپور خپور کړی، چې وايي نړۍ د خورا ډېرې بېوزلۍ له منځه وړلو کې پرمختګ کوي، د ماشومانو مړينه په کمېدو ده، او لا ډېر ماشومان ښوونځيو ته ځي.
خو پاکستان بيا په يو شمېر برخو کې پاتې راغلی، چې د ميندو روغتيايي حالت په کې خورا ناوړه بلل شوی دی.