د پاکستان پوځي عملیاتو له امله د بې کوره شویو ستونزې
له هغه راهيسې چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د اورپکو پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړي، اوس يو کال تېرېږي.
پوځ وايي څه د پاسه ۲۷۰۰ داسې کسان يې وژلي چې دوی وايي ترهګر بريدونه يې پلانول.
خو د دغو پوځي عملياتو له امله ۸۰۰ زره خلک هم بې کوره شوي، چې اوس د ډېورېنډ دواړه غاړې د بېلابېلو سیمو کمپونو کې اوسېږي.
بي بي سي په بنو کې د دغو کډوالو يوه کمپ ته ورغلې وه.