د پاکستان په سمڅو کې د خلکو د ژوند حالت
په ٢١ مه پېړۍ کې د يوه هېواد پلازمېنې ته نږدې په سمڅو کې د انسانانو د اوسېدا خبره شايد ډېرو ته حيرانوونکې وي.
خو په پاکستان کې نه يوازې حيرانونکې نه ده بلکې دغو سمڅو ته د برېښنا مزي هم غځېدلي او د څښاک پاکې اوبه هم لري.
د حسن ابدال شاوخوا دغو سمڅو ته د بي بي سي کامرې هم ورغلي، او د خلکو د ژوند بڼې انځورونه یې اخیستي دي.