افغانستان کې د ناټو د جګړه اییز ماموریت پای: دوهمه برخه
په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امريکا او ناټو په مشرۍ پيل شوې جګړه، ګډونوالو هېوادونو لپاره په ګرانه بيه پرېوتې ده.
شمېرې ښيي چې په امریکا کې هره ورځ، ۲۲ پخواني سرتېري ځان وژني.
د بي بي سي خبریال این پنل، د پخوانیو سرتېرو له یوې ډلې سره یو ځای شوی او دا ځانګړی رپوټ یې پرې چمتو کړی چې دویمه برخه یې نن وینو