"نړیوال امنیت تر ټولو اوس ډېر ګواښل شوی"
د ناټو سرمشريزه کې د دغې ټولنې مشر اندرېس فو راسموسن وويل نړيوال امنيت، له سړې جگړې راهيسې، تر ټولو ډېر، اوس گواښل شوى دى.
ده وويل په گواښونو کې د اوکرايين پر وړاندې د روسيې اعمال، په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې بې ثباتي او له تاوتريخوالي ډک، افراط، او اينټرنټي بريدونه هم شامل دي.
له افغانستان سره د مالي مرستو ژمنه هم وشوه.
يما بارز يې وروستي جزييات لري.