د ناټو جګړه اييز ماموریت ګډونوالو ځواکونو ته په کومه بيه وه؟
په تېرو ديارلسو کلونو کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د امريکا او ناټو په مشرۍ پيل شوې جګړه، ګډونوالو هېوادو لپاره په ګرانه بيه پرېوتې ده.
شمېرې ښيي چې په امریکا کې هره ورځ، ۲۲ پخواني سرتېري ځان وژني.
د بي بي سي خبریال این پنل، د پخوانیو سرتېرو له یوې ډلې سره یو ځای شوی او دا ځانګړی رپوټ یې پرې چمتو کړی چې لومړۍ برخه یې نن وینو