ناټو: د حکومت هر استازی دغه تړون لاسلیکولی شي

د ناټو سرمنشي هم وویل چې ولسمشر حامد کرزی د افغان حکومت یوازینی چارواکی نه دی چې له متحده ایالتو سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

زموږ له همکار داود قاري زاده سره په یوې مرکې کې سرمنشي اندرېس فا راسموسن وویل هر هغه څوک به چې د خپل حکومت د استازیتوب واک ولري دغه ډول تړون لاسلیک کړی شي.