د عکسونو البوم: د هند د ټیټې طبقې خلک - پاتې شونې ټولونکي

د بشري حقونو د څار ادارې پر هند غږ کړې چې لاسي ډول پاتې شونې ټولول "هغه عمل چې په کې د ټیټې طبقې خلک د انسانانو فضله مواد پاکوي" دې ودروي.

د ټیټې طبقې میلیونونه خلک له هغو تشنابونو نه د انسانانو فضله مواد پاکوي چې د اوبو سیستم نه لري او بیا یې لرې غورځوي. د شمالي ایالت اترپردیش د کسېلا کلي ګنګاشري په څېر د دې نسل ښځې د خلکو کورونو کې وچ تشنابونه پاکوي او سړي یې بیا په پرتله فزیکي او ستونزمن کارونه لکه د سیپټیک څاګانو پاکول په غاړه لري.
د عکس تشریح، د ټیټې طبقې میلیونونه خلک له هغو تشنابونو نه د انسانانو فضله مواد پاکوي چې د اوبو سیستم نه لري او بیا یې لرې غورځوي. د شمالي ایالت اترپردیش د کسېلا کلي ګنګاشري په څېر د دې نسل ښځې د خلکو کورونو کې وچ تشنابونه پاکوي او سړي یې بیا په پرتله فزیکي او ستونزمن کارونه لکه د سیپټیک څاګانو پاکول په غاړه لري.
په کسېلا کلي کې په لاس د تشنابونو پاکول څو پېړۍ پخوانی دود دی. په لاس د تشنابونو پاکونکي اوس هم اچوت "نه لمس کېدونکي" ګڼل کېږي. په دې عکس کې یوه ښځه د شا له دروازې کور ته ننوځي چې د تشناب فضله مواد لرې کړي.
د عکس تشریح، په کسېلا کلي کې په لاس د تشنابونو پاکول څو پېړۍ پخوانی دود دی. په لاس د تشنابونو پاکونکي اوس هم اچوت "نه لمس کېدونکي" ګڼل کېږي. په دې عکس کې یوه ښځه د شا له دروازې کور ته ننوځي چې د تشناب فضله مواد لرې کړي.
منیشا چې د اترپردیش په مېنپوري سیمه کې اوسېږي هره ورځ د شلو کورنو تشنابونه پاکوي. هغه وايي: "زه د تشناب فضله مواد پر یوه فلزي ټوټه او یوه جارو پاکوم. فضله مواد په یوه ټوکرۍ کې اچوم او بیا یې وړم او یوه لرې ځای کې یې غورځوم. دا کار دومره ناوړه کار دی چې زما ډوډۍ ته هم زړه نه کېږي".
د عکس تشریح، منیشا چې د اترپردیش په مېنپوري سیمه کې اوسېږي هره ورځ د شلو کورنو تشنابونه پاکوي. هغه وايي: "زه د تشناب فضله مواد پر یوه فلزي ټوټه او یوه جارو پاکوم. فضله مواد په یوه ټوکرۍ کې اچوم او بیا یې وړم او یوه لرې ځای کې یې غورځوم. دا کار دومره ناوړه کار دی چې زما ډوډۍ ته هم زړه نه کېږي".
د همدې ایالت د ایتاح سیمې مني دیوي وايي چې هغه د خپل کار لپاره پېسې نه ترلاسه کوي. "ځینې وخت دوه او ځینې وخت یوه ډوډۍ راکوي. یو کور تر دوه درې ورځو پورې ماته هیڅ هم را نکړل. نو زه نوره هلته ولاړه نه شوم. که ماته څه نه راکوي نو ولی هلته لاړه شم؟ بیا دوی راغلل او ماته یې خبرداری راکړ: (که ته را نه شئ نو موږ به دې په خپلو ځمکو پرې نږدو. ته به بیا د خپلو څارویو لپاره خواړه له کومه کوئ؟) موږ څلور غویان لرو. زه یې بیا د تشنابونو پاکولو ته ولاړم. زه مجبوره وم".
د عکس تشریح، د همدې ایالت د ایتاح سیمې مني دیوي وايي چې هغه د خپل کار لپاره پېسې نه ترلاسه کوي. "ځینې وخت دوه او ځینې وخت یوه ډوډۍ راکوي. یو کور تر دوه درې ورځو پورې ماته هیڅ هم را نکړل. نو زه نوره هلته ولاړه نه شوم. که ماته څه نه راکوي نو ولی هلته لاړه شم؟ بیا دوی راغلل او ماته یې خبرداری راکړ: (که ته را نه شئ نو موږ به دې په خپلو ځمکو پرې نږدو. ته به بیا د خپلو څارویو لپاره خواړه له کومه کوئ؟) موږ څلور غویان لرو. زه یې بیا د تشنابونو پاکولو ته ولاړم. زه مجبوره وم".
د لوېديځ ایالت مهارشټرا د دهولې سیمې اوسېدونکی انیل وايي: "پنچایت (کلیواله شورا) د اوبو رسولو، پیغام وړلو، د خځلو پاکولو او دغه کار چې زه یې کوم – تشنابونو پاکولو لپاره خلک ګوماري. که یو څوک د مېهاتر نسل وي نو اړ دی چې دغه کار وکړي. تا ته په مخامخ ډول نه وايي چې دا کار وکړه خو د همدې کار لپاره دې ګوماري او د همدې تمه درنه کوي. که کوم ځای کې د فضله موادو پاکولو ته اړتیا وي نو دوی موږ ته وايي چې باید پاک یې کړو".
د عکس تشریح، د لوېديځ ایالت مهارشټرا د دهولې سیمې اوسېدونکی انیل وايي: "پنچایت (کلیواله شورا) د اوبو رسولو، پیغام وړلو، د خځلو پاکولو او دغه کار چې زه یې کوم – تشنابونو پاکولو لپاره خلک ګوماري. که یو څوک د مېهاتر نسل وي نو اړ دی چې دغه کار وکړي. تا ته په مخامخ ډول نه وايي چې دا کار وکړه خو د همدې کار لپاره دې ګوماري او د همدې تمه درنه کوي. که کوم ځای کې د فضله موادو پاکولو ته اړتیا وي نو دوی موږ ته وايي چې باید پاک یې کړو".
راجو بهايي وايي: "یوې کلیوالې شورا زموږ کورنۍ په مهارشټرا کې له خپل پلرني کلي څخه دلته راوستله چې تشنابونه پاک کړو. زه فضله مواد راټولوم او بیا یې بل ځای کې غورځوم. که رښتیا درته ووایم، موږ غواړو بېرته خپل کلي ته ولاړ شو. دا ځای زموږ نه خوښېږي. د دې کار له کبله زما روغتیا اغېزمنه شوې ده. زه ډېر لږ خوارک کوم. دا ډېر نا پاکه کار دی. خو خلک وايي، شورا به موږ ته د تلو اجازه رانکړي ځکه خو موږ ته زموږ د کار بشپړې پېسې هم نه راکوي".
د عکس تشریح، راجو بهايي وايي: "یوې کلیوالې شورا زموږ کورنۍ په مهارشټرا کې له خپل پلرني کلي څخه دلته راوستله چې تشنابونه پاک کړو. زه فضله مواد راټولوم او بیا یې بل ځای کې غورځوم. که رښتیا درته ووایم، موږ غواړو بېرته خپل کلي ته ولاړ شو. دا ځای زموږ نه خوښېږي. د دې کار له کبله زما روغتیا اغېزمنه شوې ده. زه ډېر لږ خوارک کوم. دا ډېر نا پاکه کار دی. خو خلک وايي، شورا به موږ ته د تلو اجازه رانکړي ځکه خو موږ ته زموږ د کار بشپړې پېسې هم نه راکوي".
د مدهیا پردیش په مرکزي ایالت کې د یو نا دولتي سازمان جن سهس د راشټریا ګریما ابیان کمپاین (د پت او عزت ملي کمپاین) د ۱۱ زره تشناب پاکونکو په ازادلو کې مرسته وکړه. د دېوس سیمې سېونتي وايي: "دوی ماته وویل چې زه له دې ځایه تلی شم او دا چې دغه کار غېر قانوني دی. له دې وړاندې به یې موږ ته ویل چې دا کار باید وکړو. داسې څوک نه وو چې د دغه کار کولو ته اړ نه یې".
د عکس تشریح، د مدهیا پردیش په مرکزي ایالت کې د یو نا دولتي سازمان جن سهس د راشټریا ګریما ابیان کمپاین (د پت او عزت ملي کمپاین) د ۱۱ زره تشناب پاکونکو په ازادلو کې مرسته وکړه. د دېوس سیمې سېونتي وايي: "دوی ماته وویل چې زه له دې ځایه تلی شم او دا چې دغه کار غېر قانوني دی. له دې وړاندې به یې موږ ته ویل چې دا کار باید وکړو. داسې څوک نه وو چې د دغه کار کولو ته اړ نه یې".
ریکاباي وايي کله چې دا ولاړه نو وګواښل شوه. "یو کس چې ما یې کور پاکوه راته خبرداری راکړ، (که اوس زما ځمکو خوا ته راغلې نو دواړه پخې به دې پرې کړم)".
د عکس تشریح، ریکاباي وايي کله چې دا ولاړه نو وګواښل شوه. "یو کس چې ما یې کور پاکوه راته خبرداری راکړ، (که اوس زما ځمکو خوا ته راغلې نو دواړه پخې به دې پرې کړم)".
د مدهیا پردیش ایالت د اوجېن سیمې سهینا وايي: "په ښوونځي کې به يې زه د ډوډۍ خوړلو پر مهال بېله کښېنولم. یوه ورځ مې دې حالت ته زړه ډېر تنګ شو. ما خپله ډوډۍ ایسته وغورځوله. بیا یې د دې کار له کبله زما نمرې کمې کړې. ما خپل استاد ته وویل، که ته له ما سره بد چلند کوئ نو زه ښوونځي ته نه درځم". د سهینا حالت بدلون و نه موند او ښوونځی یې خوشې کړ.
د عکس تشریح، د مدهیا پردیش ایالت د اوجېن سیمې سهینا وايي: "په ښوونځي کې به يې زه د ډوډۍ خوړلو پر مهال بېله کښېنولم. یوه ورځ مې دې حالت ته زړه ډېر تنګ شو. ما خپله ډوډۍ ایسته وغورځوله. بیا یې د دې کار له کبله زما نمرې کمې کړې. ما خپل استاد ته وویل، که ته له ما سره بد چلند کوئ نو زه ښوونځي ته نه درځم". د سهینا حالت بدلون و نه موند او ښوونځی یې خوشې کړ.
راهول چې د تشناب پاکونکو د ټیټې طبقې دی وايي د یو جګ نسل هلک لوښي ته د لاس وړلو له کبله ووهل شو. "ما دا کار په بې احتیاطۍ کړی و. هلک منډه کړه او استاد ته یې وویل چې ما یې لوښي ته لاس وړی. استاد زه را وغوښتم او په ملا یې پنځه لښتې راکړې. په هر ګوزار یې راته ویل، (ته نه شی کولی چې لاس ورته یوسې! که تا بیا لاس ورته یوړ نو زه به دې بیا ووهم)".
د عکس تشریح، راهول چې د تشناب پاکونکو د ټیټې طبقې دی وايي د یو جګ نسل هلک لوښي ته د لاس وړلو له کبله ووهل شو. "ما دا کار په بې احتیاطۍ کړی و. هلک منډه کړه او استاد ته یې وویل چې ما یې لوښي ته لاس وړی. استاد زه را وغوښتم او په ملا یې پنځه لښتې راکړې. په هر ګوزار یې راته ویل، (ته نه شی کولی چې لاس ورته یوسې! که تا بیا لاس ورته یوړ نو زه به دې بیا ووهم)".
د پت او عزت کمپاین بنسټ ایښودونکی اصف شیخ وايي: "په لاس د انسانانو فضله مواد پاکول د کار یا دندې کومه بڼه نه ده بلکې غلامۍ ته ورته یوه بې عدالتي ده. دا کار د دلیت (چې پخوا د ټیټې طبقې خلک ګڼل کېدل) په وړاندې یو ډول څرګند تبعیض دی چې د دوی د بشري حقونو د تیري عمده برخه ده".
د عکس تشریح، د پت او عزت کمپاین بنسټ ایښودونکی اصف شیخ وايي: "په لاس د انسانانو فضله مواد پاکول د کار یا دندې کومه بڼه نه ده بلکې غلامۍ ته ورته یوه بې عدالتي ده. دا کار د دلیت (چې پخوا د ټیټې طبقې خلک ګڼل کېدل) په وړاندې یو ډول څرګند تبعیض دی چې د دوی د بشري حقونو د تیري عمده برخه ده".
پخوانۍ تشناب پاکونکې سېنجبي په ۲۰۰۸ کال کې د پت او عزت کمپاین په مرسته ځان خلاص کړ. نوموړې وايي: "په ۲۰۱۰ کال کې ما ته په خپل کلي کې د ښځو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ راکړل شوه. ما د اوبو مناسبو سیستمونو او سرکونو جوړولو کې خپل رول لرلی دی".
د عکس تشریح، پخوانۍ تشناب پاکونکې سېنجبي په ۲۰۰۸ کال کې د پت او عزت کمپاین په مرسته ځان خلاص کړ. نوموړې وايي: "په ۲۰۱۰ کال کې ما ته په خپل کلي کې د ښځو لپاره ځانګړې شوې څوکۍ راکړل شوه. ما د اوبو مناسبو سیستمونو او سرکونو جوړولو کې خپل رول لرلی دی".
ممتا وايي: "د تشناب کار له خوشې کولو لس کاله وروسته، زموږ ټولنه اوس د کب نېونې شرکت لري او له حکومت سره یو تړون هم لرو چې دغه جهیل کې کبان ونیسو. موږ د بانک یو ګډ حساب لرو چې د کب خرڅولو له لارې لاسته راغلې پېسې په کې ټولوو، بیا پر دغو پېسو هګۍ پېرو او د شرکټ هر غړي ته ورځنی معاش هم ورکوو".
د عکس تشریح، ممتا وايي: "د تشناب کار له خوشې کولو لس کاله وروسته، زموږ ټولنه اوس د کب نېونې شرکت لري او له حکومت سره یو تړون هم لرو چې دغه جهیل کې کبان ونیسو. موږ د بانک یو ګډ حساب لرو چې د کب خرڅولو له لارې لاسته راغلې پېسې په کې ټولوو، بیا پر دغو پېسو هګۍ پېرو او د شرکټ هر غړي ته ورځنی معاش هم ورکوو".