د خیبر ایجنسۍ تیرا کې چاودنې لس کسان وژلي

د پاکستان شمال لوېديځ خیبر ایجنسۍ کې چاودنې لږترلږه لس کسان وژلي.
چاودنه د تیرا قبایلي درې په یوه کور کې شوې ده، چې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په کې وخت ناوخت نښتې کیږي.
رپوټونه وايي، په وژل شویو کې اورپکي هم شته، خو لا کره نه ده چې دغه کور د چا دی.
چارواکو ویلي، لاهم د پېښې په اړه نورې پلټنې کوي.
یوه خبریال ویلي، چاودنه د چاودېدونکو توکو د ځای پرځای کولو پرمهال شوې ده، خو تر اوسه دا څرګندونې رسماً نه دي تایید شوې.
د ځايي ادارې یوه چارواکي نصیر خان د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې: "لومړني رپوټونه ښيي چې چاودنې لږترلږه لس کسان وژلي، چې ماشومان هم په کې دي، نهه نور ټپیان دي".
هغه دا هم ویلي، چې چاودنه د یوه قبایلي مشر کور ته د ننوتلو په لومړنۍ خونه کې شوې ده.
په وروستیو کلونو کې خیبر ایجنسي او قبایلي سیمه ډېره نارامه ده، چې له همدې سیمې د اورپکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ کوچېدلې دي.








