
سرطان تر سلو زیات ډولونه لري چې هر ډول ته یې د ژونکې (حجرې) د تخریب د میکانیزم له مخې نوم ټاکل کېږي.
سرطان په حقیقت کې د څو ډوله ناروغیو یوې مجموعې ته وايي چې په ټولیز ډول د ناروغیو دغه ګروپ د انسان د بدن ژونکې (حجرې) تر برید لاندې راولي او تخریبوي يې، د ودې مخه یې نیسي او یا هم ناوړه وده ورکوي.
سرطان تر سلو زیات ډولونه لري چې هر ډول ته یې د ژونکې (حجرې) د تخریب د میکانیزم له مخې نوم ټاکل کېږي.
سرطاني ژونکې (حجرې) په وجود کې د وینې له جریان سره مل ځان د وجود هر غړي ته رسولای شي چې په ترڅ کي یې ژونکې (حجرې) هم ورسره تخریبوي.
که څه هم سرطان داسې ښکاري چې د درملنې وړ نه دی خو په دې وروستیو کلونو کې د ساینس او ټکنالوژۍ له برکته دغه ناروغي هم د درملنې وړ ګرځېدلې ده.
د سرطان د درملنې لپاره په طبابت کې ډېرې لارې شته چې یوه یې هم په وړانګو سره د سرطان درملنه ده.
دغه ډول درملنه تر ټولو نورو هغو ډېره اغېزمنه ثابته شوې.
وړانګې څنکه سرطان له منځه وړي؟
لکه څنګه چې یادونه شوې وړانګې د بڅرکو او څپو په بڼه را منځ ته کېږي چې تل د یوې اندازې انرژي لېږدونکې دي.
کله چې وړانګې ژونکو ته ورسېږي نو هلته DNA چې د ارثي خواصو لېږدونکي او کنټرول کوونکې دي تخریبوي.
د دغه تخریب په پایله کې سرطاني ژونکې (حجرې) نور د ودې وړتیا له لاسه ورکوي او په پایله کې مري.
ژونکې (حجرې) د ژوندانه د کړۍ پنځه پړاونه لري او هله پیلېږي چې یوه ژونکه په دوو نورو ژونکو وویشل شي.
"سرطاني ژونکې (حجرې) په وجود کې د وینې له جریان سره مل ځان د وجود هر غړي ته رسولای شي چې په ترڅ کي یې ژونکې (حجرې) هم ورسره تخریبوي."
د دې لپاره چې په ژونکو د وړانګو د اغېزې میکانیزم باندې پوه شو نو ښه به دا وي چې دغو پړاونو ته یوه ځغلنده ده کتنه وکړو:
وړانګې په ژونکو د برید پر مهال هغه ژونکې (حجرې) لومړی مړې کوي چې د جلا کېدلو یا بېلتون په حالت کې وي، او په هغو ژونکو ډېر اغېز نه شي کولای چې د استراحت په حالت کې وي.
بېلا بېل ژونکې (حجرې) په بېلا بېلو حالتونو کې د وړانګو په مقابل کې بېلا بېل مقاومتونه له ځانه ښيي، د ورکېدونکو وړانګو کچه یا ډوز په دې پورې اړه لري چې ژونکې (حجرې) د وړانګو په مقابل کې څومره مقاومت لري؟
معلومه خبره ده چې د ډېرو مقاومو ژونکو لپاره باید په لوړه کچه یا لوړ ډوز وړانګې تطبیق شي چې د وړانګو دا کچه بیا کله کله په خپله د نورو سرطانونو لامل کېږي چې د درملنې پر ځای زیان رسوي.
سرطاني ژونکې (حجرې) د نورمالو هغو په پرتله ډېر ژر تجزیه او وده کوي نو د دې لپاره چې د دغې ودې مخنیوی وشي کله کله داسې اړتیا پېښېږي چې باید په سرطان باندې معروض نسج شا او خوا ته هم وړانګې ورکړل شي چې دا بیا د نورمالو ژونکو د له منځه وړلو لامل هم ګرځي او په پایله کې انسان ته کسالت، استفراق، د وېښتانو توېدنه او داسې نور عوارض را منځ ته کوي.
د سرطاني ژونکو مړینه اونیزې، میاشتنۍ او آن کلنۍ درملنې ته اړتیا لري،.
د بدن هغه انساج چې په چټک ډول وده کوي لکه پوستکي، د هډوکو بندونه او دې ته ورته ځینې نور انساج د وړانګو اخیستنې څخه وروسته ډېر ژر اغېزه اخلي خو هغه انساج چې وده یې چټکه نه ده لکه عصاب، سینه، هډوکي او دې ته ورته د وړانګو اغېز چټک نه بلکې اوږد مهاله وي نو ځکه خو د سرطان د درملنې څخه وروسته هم د وړانګو ځینې اغېزې تر کلونو پورې په انسان کې پاتې کېږي.














