
د انسټاین د کتلې او انرژۍ د معادلت مشهوره معادله E = mc^2 .
د جګړې او سولې په خبرو کې سیاست هغه وسیله ده چې تل د ټولو سترګې ور اوړي خو کله کله دریم فکټور هم په کې معجزې کوي.
د دویمې نړیوالې جګړې په پای ته رسولو کې د فزیک مشهورې معادلې د ساینس اعجاز نړیوالو ته په اثبات ورسول.
یو لوری یې داسې زبرځواک باندې واړاوه چې هغه بل لوري جګړې ته د پاd ټکي ایښودلو څخه پرته بله هېڅ لاره نه درلودله.
هو د انسټاین د کتلې او انرژۍ د معادلت مشهوره معادله یادوم E = mc^2 .
"د هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمونه د ده دغې مشهورې معادلې پر بنسټ جوړ شول."
دغه معادله چې د فزیک له اړخه تر ټولو لنډه خو تر ټولو د درندې مانا او علمي وزن لرونکې معادلې په نامه پېژندل شوې، یوازې درې سمبولونه لري چې E انرژي، mکتله او c د نور چټکتیا ښيي چې د ۳۰۰ میلیونه متره په یوه ثانیه کې چکټیا پر لرلو سره د په طبعیت کې تر ټولو ستره چکټیا منل شوې ده.
دا معادله ښيي چې انرژي او کتله په اصل کې دواړه یو شی دي او ښيي چې څومره ډېره انرژي په اټوم کې منحصره شوې او هره کتله دومره انرژي لري چې د کتلې او نور چټکتیا د مربع له حاصل ضرب سره مساوي ده.
دغه معادله د خپل ساینسي ارزښت ترڅنګ د انساني علومو په برخه کې هم خپل فلسفي ارزښت لري، له فلسفي اړخه هره کتله په خپل ذات کې انرژي ده خو دا چې دا انرژي څنګه را برسېره کړې د فلسفي بحثونو یوه پراخه سناریو جوړوي.
د انسټاین دغه معادله په مستقم ډول لاس ته نه ده راغلې بلکې د انسټاین د هغو ریاضیکي محاسباتو په لړ کې را منځ ته شوې کوم چې ده د نسبیت د ځانګړې تیورۍ د اثبات لپاره ترسره کولې، خو د انسټاین حساس او ځیرک فکر ده ته دا اختیار ورکړ چې دا مشهوره معادله د محاسباتو له منځه را وباسي او په اتوم کې د شته انرژي اندازه ورباندې تعیین او تعریف کړي.
له دې سره سره چې انسټاین د دغو محاسباتو په ترڅ کې د خپلې ساینسي او علمي کړیو لخوا له ننګونو سره مخ و خو بلا خره غالب شو چې په ساینس کې یوه نوې پاڼه پرانیزي، د نیوټن هغه کلاسیک فزیک وننګوي او په فزیک کې د علمي انقلاب اتل وګرځي.
"د انسټاین دغې معادلې، دی د نړۍ د نوابغو او سترو کاشفینو په کتار کې را وست. "
د هیروشیما او ناګاساکي اټومي بمونه د ده دغې مشهورې معادلې پر بنسټ جوړ شول.
کله چې ولسمشر روسیفیلټ د دغو بمونو د جوړښت اجازې پاڼې لاسلیک کړې نو انسټاین ومنله چې د دې معادلې په رامنځ ته کولو سره يې د خپل ژوند تر ټولو ستره تېروتنه کړې ده.
د دغو بمونو په استعمال سره جاپانیان تسلیم شول او دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده.
په دغه برخه کې د انسټاین معادلې څخه له ناوړې ګټې اخیستنې پرته دغې معادلې د بشر د خدمت لپاره تل د پام وړ جوپړ وهلی دی.
"معادله تل ثابته او تلپاتې وي خو سیاست تل نیمګړی او لنډ مهاله وي."
فزیک پوه البرت انستاین
د دغې معادلې د نه شتون په صورت کې به بشر هېڅ وخت په دې نه وای توانېدلای چې د اټومونو نه لیدونکي نړۍ ته لاره ومومي.
د نوموړې معادلې برکت دی چې د ۲۱ پېړۍ نړۍ شا او خوا ۱۰٪ برېښنا د شا او خوا ۵۰۰ هستويریکټورونو له لارې چمتو کېږي.
همدغه معادله ده چې په لمر او هغه ته ورته نورو ستورو کې د تعاملونو لړۍ او میکانیزم پرې تعریف او روښانه کېږي.
د انسټاین دغې معادلې، دی د نړۍ د نوابغو او سترو کاشفینو په کتار کې را وست.
دی چې یهودی او په نړیواله کچه مشهور کس و، نو له همدې کبله د اسراییلو د لومړني ولسمشر په توګه د پاتې کېدلو وړاندیز هم ورته وشو خو ده دغه وړاندیز و نه مانه او په ځواب کي یې وویل چې "معادله تل ثابته او تلپاتې وي خو سیاست تل نیمګړی او لنډ مهاله وي".
په دې ډول انسټاین هم په فزیک کې د اټوم د نه لیدونکې نړۍ دانقلاب اتل پاتې شو او هم د دویمې نړیوالې جګړې د پای ته رسوونکي ساینسپوه ویاړ وګاټه.














