لونګ، د هميم جلالزي په قلم: زموږ تفکر

د خپريدو وخت: 13:16 گرینویچ - جمعه 28 ډسمبر 2012 - 08 مرغومی 1391

د کندهار پښتو انجمن يوازې د شعر او شاعري دربار نه و. دلته د افغانستان د شلمي پېړۍ لوی مفکرين، استادان او عالمان سره يوځای شول.

په کندهار کې د پښتو انجمن ۸۰ کاله پوره شول. په ۱۳۱۱ کال کې چې ارواښاد محمد ګل خان مومند بابا په کندهار کې تنظيمه رييس و، د کندهار د پښتنو انجمن بنسټ کېښودل شو.

دا نو د سراج الاخبار د غورځنګ دوام و، چې وروسته بيا په ۱۳۱۴ کال کې کابل ته را ولېږدېد او دلته، د کابل له ادبي انجمن سره يو ځای شو او بيا په ۱۳۱۶ کال دواړه پر پښتو ټولنه بدل شول چې د افغانستان د علومو، ژبو او ادبياتو په برخه کې يې نه هېرېدونکي کارونه وکړل.

زه د کندهار د پښتو انجمن پر ادبي او علمي هڅو ډېر نه غږېږم، ځکه اوس چې زه ګورم نو پښتنو د هغه وخت په پرتله ډېر لږ پرمختګ کړی دی او ډېر لږ څه يې زده کړي دي.

موږ د امکاناتو، ټکنالوژۍ او وسايلو په دې عصر کې هومره کار نه دی کړی لکه د کندهار پښتو انجمن، کابل ادبي انجمن او بيا وروسته پښتو ټولنې چې څو لسیزې وړاندې د امکاناتو د نشتوالي په بحراني کلونو کې کړی دی.

موږ تر اوسه هم د لهجو په ګرداب کې لاس او پښې وهو. موږ تر اوسه د سو/ شو او په /پر له لانجې وزګار شوي نه يو.

زه نه غواړم په دې برخه کې وړاندې ولاړ شم، ځکه دا داسې مساله ده چې په ادبي حلقو کې سړی ورباندې ادبي کفر ته هم وتلای شي.

زه غواړم د کندهار د پښتو انجمن د غړو هغه حق ته اشاره وکړه چې پر ټولو پښتنو او ټولو افغانانو يې لري. د شلمې پېړۍ د پيل دغه نخبه ګان له لومړي او دويم مشروطيت غوښتونکو وروسته يوازيني خلک و، چې پر ملي سياست يې باور درلود.

ملي کرښې يې پېژندې او غوښتل يې له همدغې لارې هېواد ته کار وکړي. د کندهار سياسي برم يوې خواته پرېږدم، خو ماته له دې کبله د درناوي وړ دی، چې دغلته زموږ د هېواد د معاصر تاريخ داسې فکري غورځنګ راټوکېدلی و، چې په خپل وخت کې يې په نژدې سيمه کې ساری نه و.

"د کندهار پښتو انجمن يوازې د شعر او شاعري دربار نه و. دلته د افغانستان د شلمي پېړۍ لوی مفکرين، استادان او عالمان سره يوځای شول."

دوی په ۲۰ مه پېړۍ کې د هېواد د روڼ اندي او ملتپالي نسل امامت وکړ او دا يې ثابته کړه، چې افغانستان که د توري خلک لرلای شي نو مفکرين هم زېږولای شي.

دا خلک وروسته د ويښ زلميانو د غورځنګ په نوم سره منسجم شول.

ويښ زلميان

د کندهار پښتو انجمن يوازې د شعر او شاعري دربار نه و. دلته د افغانستان د شلمي پېړۍ لوی مفکرين، استادان او عالمان سره يوځای شول.

علامه عبدالحی حبيبي، ګل پاچا الفت، عبدالرووف بېنوا او د ويښ زلميان تر وروستي ژوندي غړي محمدعالم بڅرکي پورې، چې په ۲۰۰۳ کال کې يې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.

دوی ټول د خپل وخت مفکرين و، با ازښته اثار يې وليکل او په خپل وخت کې يې د حساب وړ ادبي او علمي خدمتونه وکړل. دوی په حقيقت کې د ا فغانستان يو لوی فکري غورځنګ چلاوه او د ځوان نسل لپاره يې د فکري خوځښتونو يوه بله نوې او پياوړې تجربه مخته کېښوده.

د ويښ زلميانو تاريخي شاليد او مخينه به تاریخ ليکونکي ليکي، زه په دې پار د دوی د هڅو يوازې يوه يادونه کوم چې د دغو لويو خلک د يادونې له پوره مې غاړې کړې وي.

"د ويښ زلمیانو ارمانونه له دې پرته چې مطلقه شاهي نظام په مشروطه هغې واوښت نور پوره نه شول."

په ۱۳۱۴ کال کې چې کله د کندهار ادبي انجمن کابل ته ولاړ او بیا دواړه له پښتو ټولنې سره يو ځای شول، نو دلته دوه کارونه وشول.

يو دا چې د علم او فرهنګ لپاره هڅې ګړندۍ شوې، سلګونه علمي، تحقيقي او ادبي کتابونه ولیکل شول، د افغانستان تاريخ ثبت شو، ادبيات مو وليکل شول او داسې نور ډېر کارونه وشول، چې تر هغه مخکې يې ساری نه ليدل کېده.

له بله پلوه، دغو موجودو پوهانو په فکري ډول هم، یو بل سره پيدا کړل. د يو بل نظر یې وا ورېد، د وخت په اړتياوو يې خبرې سره وکړې او بالاخره د يوې سياسي ټولنې يا ګوند د جوړولو په لټه کې شول.

دوی د لومړي او دویم مشروطیت ځنځير ته يوه بله کړۍ ور واچوله او په ۱۳۲۷ کال د غبرګولي پر اوومه يې په کابل کې د ويښ زلميانو د غورځنګ رسمي پرانیسته وکړه، مرامنامه يې ورته تصويب کړه او د خپل سياست او تګلارې سرې کرښې يې په نښه کړې.

دا هغه وخت و، چې په اسيا، لاتينه امريکا او افریقا کې د ازادۍ او ډيموکراسۍ مبارزو زور اخیستی و. د ملي حکومتونو د جوړولو او مطلقيت د مهارولو لپاره تاوده سياسي جريانونه روان ول او ځينې په کې نوي نوي راټوکېدل.

دغه راز د افغانستان د شاوخوا سيمې سياسي او ټولنيز حالت هم د نړۍ له حالاتو څخه اغېزمن شوی و، چې په پايله کې په ځينو سيمو کې بدلونونه راغلي و او په ځينو کې د راتلو په حال کې و.

دوی په همدغسې يوه مناسب وخت کې ګام واخيست خو بدمرغي دا ده، چې زموږ ټولنه تر ويښ زلميانو څو لسيزې وروسته هم د دغسې روڼاندي غورځنګ د تګلارو د هضم وړتيا نه لري څه خو هغه مهال و.

د ويښ زلمیانو ارمانونه له دې پرته چې مطلقه شاهي نظام په مشروطه هغې واوښت نور پوره نه شول.

داسې وخت هم راغی چې ويښ زلمان ټوټه ټوټه شول. يو وخت داسې هم راغی چې دوی د افغانستان د ګوندونو تر منځ د ښي او کیڼ له انتخابه پرته بله چاره نه لرله.

ځينې پر يوه ولاړل او ځينې پر بله ډېر لږ يې پر درېيمه لاره پاتې شول چې په هغو کې د پخواني لومړي وزير ارواښاد هاشم ميوندوال د مساوات ګوند ته ورغلي زلميان و.

"موږ پردي پالي يو، له ختيځ او لوېديځ څخه فکرونه راکاپي کوو، خو خپلو هغو ته وده نه شو ورکولای. موږ د ماشومانو په څېر د خپل چاپېريال جاج هم نه اخلو، چې دلته هغه نيالګي شنه کېږي چې موږ يې کرو او کنه."

تر ټولو د خواشينۍ وړ خبره دا ده چې تر ويښ زلميانو وروسته بيا داسې څوک پيدا نه شو، چې د دوی فکري لړۍ پسې بډايه او وغځوي.

له همدې کبله موږ د ملي سیاست له تشې سره مخامخ شو او د ملي سياست د تشې پايله دا راووته چې هېواد مو وران، ولس مو در په دره، باورونه مو زيانمن او دا مهال د نړۍ پر سر تر ټولو بدمرغه ولس کېدای شي همدا موږ يو.

موږ سلګونه ګوندونه وليدل خو هغه تشه مو ډکه نه کړای شوه، چې د ويښ زلميانو د غورځنګ له تيت و پرک کېدو وروسته رامنځ ته شوې وه.

موږ سلګونه مرامنامې ولوستلې، خو هغه څه مو په کې يا له لويه سره ونه موندل او يا ډېر لږ و، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره سړی پرې حساب وکړي.

زموږ تفکر

موږ پردي پالي يو، له ختيځ او لوېديځ څخه فکرونه راکاپي کوو، خو خپلو هغو ته وده نه شو ورکولای.

موږ د ماشومانو په څېر د خپل چاپېريال جاج هم نه اخلو، چې دلته هغه نيالګي شنه کېږي چې موږ يې کرو او کنه.

د ايډيالوژيو د لېږد رالېږد په دې بهير کې موږ هومره تاوانونه وکړه، چې هېڅ يوې ټولنې د بدلون لپاره نه دي کړي، خو زموږ په ټولنه کې بيا هم نه بدلون راغی او نه د نيکمرغۍ کوم څرک تر سترګو شو.

افغانانو که د خپلې ټولنې لپاره په خپله فکر کولای، نو زما په اند يو خو به يې نتيجه مثبته وه او بل دا چې دوی ته به خپل شرايط ور معلوم و، نو هېڅکله به يې دومره قربانۍ نه وای ورکړې لکه دا څو لسيزې يې چې موږ ورکوو.

"اصلي خبره دا ده چې موږ تر اوسه د دې لپاره فکر نه دی کړی چې دا وطن هم سياست ته اړتيا لري. زموږ لپاره سياست دا دی چې زه په واک کې يم، له واکه د باندې د سياست کولو هنر نه راځي."

له ماسره اوس هم دا پوښتنه ده چې ولې په موږ کې داسې مفکر نه پيدا کېږي چې د دې ټولنې لپاره فکر وکړي او يا که وي نو چېرته دی؟

زموږ يوه ډله خلک چې ځانته مفکرین وايي د شريعتي پر اقوالو شخوند وهي او يوه ډله نور مو د مولانا مودودي خبرې د مدعا د دليل لپاره کاروي.

په موږ کې ولې داسې څوک نشته چې خپله خبره وکړي، موږ ولې خپلې خبرې نه لرو؟

که خبرې د فکر زېږنده وي، نو بيا موږ څنګه مفکرين لرو، چې يوه خبرې ترې نه شو اورېدای.

اصلي خبره دا ده چې موږ تر اوسه د دې لپاره فکر نه دی کړی چې دا وطن هم سياست ته اړتيا لري. زموږ لپاره سياست دا دی چې زه په واک کې يم، له واکه د باندې د سياست کولو هنر نه راځي.

تېرې ولسمشريزې ټاکنې وې، ما هم د يوې رايې حق درلود او داسې چاته مې وکاروله، چې د هېواد د ژغورنې تمه مې ورته کېده.

تر دې وړاندې مې هغسې کمپاين هم ورته کړی و، چې رسمي دندې او خپلو اخلاقي اصولو يې اجازه راکوله. زما ياد دي چې دغه مشر يو وخت راته په خبرو کې وويل، چې که واک ته ورسېږم او کنه خو زموږ هلې ځلې به ددې هېواد لپاره روانې وي.

خو کله چې واک ته و نه رسېد، نو نه پوهېږم زړه يې مات شو او که له واکه د باندې سياست ورته سياست ښکاره نه شو، بس کرار پر کور کېناست.

هغه ټول خلک چې د يوه ملي سياست د لوبولو لپاره يې سترګې ده ته نيولې ورو ورو يو يو شاته شول.

"زموږ يوه ډله خلک چې ځانته مفکرین وايي د شريعتي پر اقوالو شخوند وهي او يوه ډله نور مو د مولانا مودودي خبرې د مدعا د دليل لپاره کاروي."

د ملي سياست هغه تشه هماغسې پر ځای پاتې شوه چې زما په څېر ډېر ملتپال ځوانانو ترې کړې ده.هېوادونه په خواخوږي او ملتپالنه باندې جوړېږي خو په افغانانو کې دا دواړه عنصره نشته.

دلته ملتپالنه د کفر مترادفه ده او له هېواد سره خواخوږي خو بيا د ملتپالنې زېږنده ده.

هغه کسان به هېڅکله هم په هېواد زړه و نه خوږوي، چې ملتپالنه يې په زړه کې نه وي.

موږ لسيزې کېږي چې د ملي سياست د تشې په کړکېچ کې راګېر او دا غميزه ګالو خو موږ کله هم د دې هېواد د راتلونکي په اړه عملي فکر نه دی.

موږ د ویښ زلمیان ژوندلیکونه لولو خو له هغو څخه مو هېڅ زده نه کړل، او که له تاريخ څخه څوک زده نه شي کړای هغه دې د خپلې راتلونکې د جوړېدو خوبونه نه ويني.

... دريغه چې بيا بهار راځي سپړي ګلونه

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>