
ستاسې نظر خپرونه د هرې سې شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي
ملګرو ملتو د نوامبر ۲۵ د ښځو په وړاندې د زورزیاتي د پایته رسولو نړیواله ورځ نومولې دي.
دا ټولنه وايي د نړۍ له هرو درېو ښځو یوه یې په خپل ژوند کې لږ تر لږه یو ځل له وهلو ټکولو، تیري، زبرزنا، یا د زور زیاتي له نورو بڼو سره مخامخ کېږي.
د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی یوازې د هغوی وهل ټکول نه، بلکې ډېرې بېلابېلې بڼې لري: ورسره په اړیکو او راشه درشه کې زور زیاتی، رواني یا عاطفي زور زیاتی، اقتصادي زور زیاتی، جنسي زورزیاتی او نور.
په خواشینونکې توګه د تاوتریخوالي تر ټولو ډېر عام ډول چې ډېری وخت پټ پاتې کېږي په کور کې دننه پېښیږي.
ایا تاسو په خپله یا بل څوک پېژنۍ چې له دغه ډول تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وي؟
ستاسو په نظر د ښخو په وړاندې تاوتریخوالی څه دی؟
ستاسو په نظر د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی څنګه له منځه وړل کېدی شي؟
نظر مو را سره د برېښنالیک یا فېسبوک له لارې شریک کړئ.
یا د سه شنبې په ماښام مخامخ د ستاسو نظر پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
د اېس اېم اېس يا لنډ تيلې فوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
د برېښنا ليک پته مو ده :
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي












