
دولتي راډیو د بهرني خبري اژانس په حواله ویلي، چې پاکستان کې ټولټال ۲۸۵ ویبپاڼې هېک شوې دي.
پاکستان کې دولتي رسنیو رپوټ ورکړی، چې په دغه هېواد کې د ګوګل په شمول یو شمېر ویب پاڼې هېک شوې دي.
د شنبې په ورځ د پاکستان دولتي راډیو په خپل رپوټ کې وویل، د ترکیې هېکرانو ادعا کړې، چې د ګوګل پاکستان پاڼه یې هېک کړې ده.
د ګوګل پاکستان پاڼه هېک شوې، خو نړیوال پورټال یې فعال دی.
پاکستان راډیو په دغه هېواد کې د مخابراتو او انټرنیټ څارونکې ادارې د مسوولینو له قوله وویل، چې د ګوګل پاکستان پاڼه بېرته فعاله شوې ده.
دولتي راډیو د بهرني خبري اژانس په حواله ویلي، چې پاکستان کې ټولټال ۲۸۵ ویبپاڼې هېک شوې دي.
په هېک شویو ویب پاڼو کې د دغه هېواد د یو شمېر حکومتي ادارو او شخصي پاڼې هم شاملې دي.
د راډیو په رپوټ کې نه دي ویل شوي، چې د کومو حکومتي ادارو ویب پاڼې هېک شوې دي او ایا دغه پاڼې بېرته فعالې شوې او که څنګه؟
پاکستان کې له دې مخکې هم د یو شمېر حکومتي ادارو ویب پاڼې هېک شوې دي.
له دې مخکې د هېکرانو انډین سایبر ارمي نومې ډلې د پاکستان د حکومتي ادارو ویب پاڼې هېک کړې دي.
د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې دې ډلې د پاکستان د حکومتي ادارو تر ۳۶ ډېرې ویب پاڼې هېک کړې.
د هاغه مهال په هېک شویو ویب پاڼو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د سمندري پوځ، ملي احتساب اداره، مېرې ټایم امنیتي شرکت او د سند ایالت د لومړي وزیر ویب پاڼې شاملې وې.












