
د امریکا رسنیو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د چین د حکومت اړوندو هیکرانو د سپینې ماڼۍ پوځي دفتر په نښه کړی دی.
سپینې ماڼۍ منلې، چې له انټرنیټي برید سره مخامخ شوې ده، خو د چارواکو په وینا داسې یوه شبکه د دغه برید ښکار شوې، چې مهم استاد په کې موجود نه وو.
په واشنګټن کې د ولسمشر اوباما د دفتر یوه اداري چارواکي امریکايي رسنیو ته ویلي، چې داسې ثبوتونه نه دي تر لاسه شوي، چې هیکرانو کوم مهم معلومات غلا کړي دي.
د امریکا رسنیو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د چین د حکومت اړوندو هیکرانو د سپینې ماڼۍ پوځي دفتر په نښه کړی دی.
د سپینې ماڼۍ په خبره دا یوه (سپیر فشنګ) هڅه وه او تر اوسه پورې داسې ویل ګران دي، چې د دې برید ماخذ چین و او که نه.
د سپیر فشنګ په وسیله زیانمونکي ویبپاڼې او فایلونه د اټیچمینټ په توګه د اصلي برېښنا لیک پیغامونو په بڼه لېږل کیږي.
اداري چارواکي د نوم د نه افشا کولو په شرط ایسوسیټډ پریس او نورو امریکايي رسنیو ته وویل، چې دغه ډول بریدونه اکثر کیږي، خو د نوموړي په وینا دوی يي د مخنیوي لپاره له مخکې نه چمتو دي.
په امریکا کې د انټرنیټي خوندیتوب یوه لوړپوړي چارواکي سیمویل کاکس تېره اوونۍ رایټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې د چین اړونند هیکرانو د پنټاګان په ګډون په امریکايي حکومتي ادراو بریدونه ډېر کړي دي.
د نوموړي په خبره د امریکا د دفاع وزارت په ضد دغه ډول هڅې تل دوام لري. په ۲۰۱۱ کې ګوګل په چینايي هیکرانو تور ولګاوه چې د امریکا د لوړپوړو او پوځي مقاماتو په ګډون يې د سلګونو کسانو جې میل اکاونټونه هیک کړي دي.
د همدې کال په نومبر میاشت کې د امریکا د څارګرو ادارو چارواکو له خوا لومړی ځل په ولسي کچه پر چین تور ولګېد، چې د امریکا هاي تکنالوژي ډیټا يې غلا کړې ده.












