
لسګونو لرغونو مدنیتونو لمر ان خدای باله.
انسان له خپل پېداېښت نه تر ننه پورې د لمر سره یوه ځانګړې خپلوي پاللې ده. هر ګهیځ د هسک له ختیز ګوټ نه راځلېدونکې سرې تبۍ انساني ژوند ته لوری وربخښلی دی.
د شته ساینسسي پوهې له مخې د لمر وړانګې، او یا په بله وینا له ځمکې نه د لمر اوسنی مناسب واټن، له هغو درې یا څلورو اړینو شرایطو څخه یو دی چې ژوند یې د ځمکې پرمخ شونی کړی دی.
داسې ښکاري چې لرغوني انسانان هم د ژوند لپاره د لمر په ارزښت ښه خبر ول. د منځنۍ امریکا له لرغوني مایا مدنیت Maya Civilization نه نیولې د مصر تر عین شمس یا Heliopolis پورې په لسګونو لرغونو مدنیتونو لمر ته ان د خدای ځای ورکړی و.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د داسې لسګونو ودانیو کنډوالې لیدل شوي دي چې د وخت د مروجې او پرمختللې خټګرۍ په مټ داسې دقت سره رغېدلې وې چې د لمر وړانګې یې ټوله ورځ د خدایي لورېینې په توګه ایسارولې.
د لمر په نامه به عبادتونه او خیراتونه کېدل، تورې به ایستل کېدې، سرښندنې ښودل کېدې، ودانۍ جوړېدې، او ښارونه او مدنیتونه ړنګېدل.
پر دې سربېره په اوس مهاله انساني تاریخ کې هم د لمر ارزښت نه دی کم شوی. د انسانانو ژوند او کاروبار ډېری وخت د لمر پریوتو نه وروسته ګوزڼ وهي.
د لمر کوزېدو او د شپې د تیارې د خپرېدو سره ډېری انسانان په درانده خوب څملي.
له پېړیو راهیسې شاعرانو ته لمر د دوی د پنځونو نه زړېدونکې تشبیه ده. هنرمندانو تل خپل انځورونه د لمر په مخ ښکلي کړي دي.
خو لمر سره زموږ د داسې یوې لرغونې اړیکې سره سره، د دې حیرانونکي جوړښت په اړه زموږ مالومات ډېر تازه دي.
په دې اړه په پرتلیزه توګه کره او د باور وړ موندنې له شلمې پېړۍ را په دې خوا را برسېره شوي دي.
د لمر د زېږېدو، ځوانېدو، او دا چې د لمر پای او راتلونکی برخلیک به څه وي؟ په دې اړه ساینسي پوهه ایله تېرو څو لسیزو کې راغوړېدلې ده.
په دې لړۍ کې به هڅه وشي چې لوستونکو ته لمر ور وپېژنو. دا وسپړو چې لمر څنګه وزېږېد، څنګه پوخ شو، او د لمر راتلونکی به څه وي؟
دا به وشاربو چې د لمر د ژوند بهیر او راتلونکی برخلیک به د ځمکې لپاره، او د ځمکې په سره د انساني ژوند لپاره په څه مانا وي؟
لمر څه دی؟
لمر د هغو میلیاردونو ستورو څخه یو دی چې د کهکشان په بې سر او پایه لمن کې د خپلو میلیاردونو نورو خویندو ستورو په منځ کې ځلېږي، او له ځان چاپېره یې یو لمریز نظام جوړ کړی دی.
لمر زموږ د لمریز نظام په منځ کې دېره دی، چې اته ګاټي یا Planets یې په مدار را څرخي.
دا ګاټي له لمر څخه د واټن په ترتیب سره د عطارد Mercury، زهره Venus ، ځمکه Earth ، مریخ Mars ، مشتري Jupiter ، زحل Saturn ، اورانوس Uranus ، او نپتون Neptune په نومونو یادېږي.

پلوتو Pluto زموږ په لمریز نظام کې له لمر څخه تر ټولو لرې پروت جوړښت دی چې پخوا د لمریز نظام نهم ګاټی بلل کېده خو په ۲۰۰۶ کال کې ساینسپوهانو ورنه د ګاټي حیثیت واخیست او اوس یې یوازې یو شنډ ګاټی بولي.
د ستورپوهنې د نړیوالې ټولنې د تعریف له مخې، ګاټی یا Planet هغه جوړښت دی چې د یو ستوري په مدار راڅرخېږي، او دومره کتله ولري چې یو هایدرو ستاتیک انډول یې ساتلی وي، او خپل مدارونه او نژدې ګاونډ یې له نورو جوړښتونو نه پاک ساتلی وي.
لمر دغسې اته ګاټي له ځانه راچاپېره کړي دي.
لمر په خپله د لمریز نظام تر ټولو لوی جوړښت دی. د لمر کتله د ټول لمریز نظام د کتلې ۹۹ سلنه جوړوي، او د ځمکې له کتلې نه نژدې ۳۳۰۰۰۰ وارې دروند دی.
د لمر قطر نژدې ۱.۴ میلیونه کیلو متره دی چې دا شمېره د ځمکې د قطر له څومره والي نه ۱۰۹ ځلې ډېره ده.
لمر ته ځمکه تر ټولو نژدې ګاټی نه دی، او ځمکه له لمر نه نژدې ۱۵۰ میلیونه کیلو متره لرې پرته ده. د لمر وړانګې د نژدې ۸،۲ دقیقو مزل نه وروسته د ځمکې مخ ته رسېږي.
د لمر کیمیاوي جوړښت هم ډېر په زړه پورې دی. د کتلې دریمه برخه يې هایدروجن نه جوړه ده، او د پاتې یوې برخې ډېره یې هیلیم Helium ده. د آکسیجن، کاربن او اوسپنې په ګډون نور عناصر د لمر د کتلې تر ۲ سلنې لږه برخه جوړوي.
لمر څنګه وزېږېد؟
ستورپوهان په دې باور دي چې زموږ لمریز نظام په اټکلي توګه ۴،۶ میلیارده کاله د مخه زموږ د ګلېکسي مرکز ته نژدې وپنځېد.
ګلېکسي Galaxy د کهکشان په بې سر او پایه لمن کې هغه غټ جوړښتونه دي چې زموږ د لمر په څېر په میلیاردونو ستوري، او ستوریز نظامونه یې په خپله غېږه کې د جاذبې قوې په مټ ساتلي دي.

زموږ د ګلېکسي، سپینې لار، Milky Way یو ګوټ: سپینه لار زموږ د لمر به ګډون د میلیاردونو ستورو استوګنځی دی.
هغه ګلېکسي چې زموږ لمر او لمریز نظام په کې پروت دی سپینه لار یا Milky Way نومېږي.
پوښتنه دا ده چې که لمریز نظام میلیاردونه کاله د مخه پنځېدلی دی نو بیا دا کوم تاریخپوه و چې د لمریز نظام کیسه یې په تفصیل سره لیکلې ده، او تر نننیو انسانانو یې رسولې ده؟
ساینسپوهان څنګه وپوهېدل چې لمر، او د ځمکې په ګډون د لمریز نظام نور توکي میلیاردونه کاله د مخه زموږ د ګلېکسي په غېږ کې وزېږېدل؟
د دې پوښتنې ځواب ډېر په زړه پوری دی. کله چې موږ د پسرلي یا دوبي په یوه رڼه شپه د خپل بام سر ته خېژو، او د شنه آسمان سینه کې په میلیاردونو شیندلې مرغلرې ګورو، د دوی ډېری برخه زموږ د لمر په څېر ستوري دي.
دا میلیاردونه ستوري، چې یا زموږ ګلېکسي کې دننه او یا هم د باندې شیندل شوي دي، د خپل ژوندانه بېلا بېل پړاوونه تېروي.
ځینې یې نوي زېږېدل شوي ستوري دي، او ځینې یې د زېږېدو په حال کې دي. ځینې یې زموږ د لمر همزولي دي، او ځینې یې زاړه او عمرخوړلي ستوري دي.
د ستورو د همدې ځنګله اوږدې او ستومانوونکې څېړنې ساینسپوهان په دې برلاسې کړي چي د لمر د زېږېدو کیسه هم تېره کړي.
په ننني آسمان کې ډېرې داسې بېلګې شته چې د لمر د زېږېدو پېښې سره ورته والی لري.
د آسمان په ځینو ډېرو لرې پرتو ګوټونو کې د بخار او مالیکولي دوړو سترې ورېځې د لیدلو وړ دي، چې ستورپوهان یې کله کله د ستورو زېږنتون هم بولي.
دا ورېځې په سلګونه زره نوري کاله Light Year پراخې دي. یو نوري کال نژدې ۱۰ تریلیونه کیلو متره کېږي.
کله کله په دې ورېځو کې ځینې برېښنایي او فزیکې تعاملات پېښېږي چې په پایله کې یې د دې مالیکولي ورېځو تراکم ډېرېږي. د تراکم ډېرېدو سره د ورېځو هغه برخه چې کثافت یې ډېر وي جاذبه قوه پیدا کوي، او شاوخوا ټولې دوړې ځانته را کاږي.
د ورېځو په منځ کې د جاذبې قوې په زور رامنځ ته شوې کتله د راتلونکي لمریز نظام زړی دی. د وخت په تېرېدو سره له همدې زړي لمر جوړېږي، او له زړي نه چاپېره بڅرکي نورې کتلې جوړوي چې د منځنۍ کتلې (لمر) په مدار څرخېږي.
دا نوې کتلې راتلونکي ګاټي Planets جوړوي چې ځمکه یې یوه بېلګه ده.
د نننۍ ځمکې په سر د ځینو ډبرو او ګټونو جيولوجیکي څېړنې جوته کړې ده چې ځمکه زموږ د لمرهمزولې ده.




















