
افغان ټولګی
کله کله چې د نورې نړۍ نظام او خپلې ټولنې د انتظام پرتله کوو، راته ښکاري چې يا خو د نړۍ خلک په ځمکه پاتې دي او موږ اسمان ته نژدې په کومه بله سيمه کې اړولي او يا داسې چې نړيوال بله خوا تللي او موږ په ځمکه په پخوا پسې ګرځو. هغه پخوا چې ورګرځېده ورته ناکامي ده.
که له نړۍ پورته تللي يو، دا خو هم څوک نه راسره مني او هسې بايد د خلکو په سترګو کې خاورې و نه شيندو.
دلته تاسې د انساني نظام په ټولو اړخونو نه فکر وړي کوم. يوازې به مو د افغانستان د لوړو زده کړو او ښونيز بهير په يوه ننداره بوخت وساتم.
داسې چې په وروستيو څو کلونو کې د دغه هېواد په ډېرو سيمو کې د پوهنتونونو لوحې وځړېدې.
پخوا مو د ګوتو په شمېر پوهنتونونه پېژانده خو نن يې که له خصوصي هغو سره حساب کړو نومونه به مو په ياد کې پاتې نه شي. دا يوچټک بدلون دى. هغه لور ته چې لا يې زموږ وګړو له پيړيو وروسته خوبونه ليده.
خو دا پرمختګ له ځانه سره هغه کړاونه هم لري چې که مو ورته مخ نه شي، پرمختګ به مو په سيند لاهو شي او زموږ د علمي کدرونو توپير به له هغو جنرالانو سره ګران شي چې څوک يې جنرالي مني او څوک نه.
د هغو خو دې نوش جان وي چې په پيسو يې سندونه وپېرل او خپلې دندې يې ور باندې وساتلې. خير که خپل بری ليک هم نه شي لوستلى خو عمر خوړلي دي. بهر ته د زده کړو لپاره تګ خو هم بلا پيسې او ښې واسطې غواړي.

له خصوصي پوهنتونونو دې هم څارنه وشي چې په کې د سوداګرۍ تله درنه ده او که د پوهنيز بهير!؟
زما وېره له هغو ځوانانوسره ده چې په يوه فکر د زده کړو هوډ لري. هغه چې د اوږده عمر خيالونه يې ورسره تړلي وي.
له ځينو ځوانانو اوروو چې په پوهنتونونو کې ور سره داسې استادان مخ کېږي چې لاخو يې د عبارت لوستنه هم ټکنۍ ده. څېړنه، اثارليکنه او له نورو وړتيا ښونه خو ور ته بخښل شوي.
که يې لټه وشي ډېر دغه استادان په واسطو اوبډو په دندو ګمارل شوي او له ځانه سره يې ويلي چې توکل په خداى.
که يې وړتيا نه درلوده خپل وخت به تېروي او د دې فکر ورسره نشته چې دغه سپيڅلې دنده څومره لوړ مسوليت لري.
صاحبان هم دا سوچ نه کوي چې ولې دغو ښاغلو ته کومې سوداګريزې بوختياوې نه برابروي چې که ورسره په شراکت شي، دواړه به ګټه وکړي. هغه ګټه چې د پوهنتونونو ځينې ښاغلي استادان ور پسې څو ځايه لالهانده وي.
د ځينو خصوصي پوهنتونونو استادان خو د پوهنتون د نيک کار دي چې څوک استاد شي او څوک خزانه دار. دغلته ډېر ځله د ډلو ټپلو پالل هم يو دودو جوړ شوى.
د خلکو غوښتنه دا نه ده چې ګوندې پرانیستل شوي پوهنتونونه دې وتړل شي خو دا غواړي چې استاد دې داستاد په لاره راشي. هغه لار چې هرڅوک يې د تګ وس نه لري. هغه چې له خورا درناوي ډکه ده.
له خصوصي پوهنتونونو دې هم څارنه وشي چې په کې د سوداګرۍ تله درنه ده او که د پوهنيز بهير!؟
که چېرې دا هر څه سم را وخېژي نو بيا خو واه واه.
که له نړۍ مو الوت پورته نه وي، نور نژدې يو، ځکه د ډېرو برخو په نوم غښتلي کارپوهان، استادان او ګڼ شمېر زده کړيالان لرو.
خو که داسې نه وي نو خلکو ته په تورو هيندارو کې مه ګورئ. هغوی خپل رنګونه سم ښيي او که درته نورخلک تور ښکاري ښايي ستا دغه انګېرنه يوازې ستا سترګې او ورته ايښې هندارې دې تورې را وخېژوي.


















