
دا مېرمن اغلې زينت کرزۍ ده. نه مو يې د خواخوږۍ او نه مو يې د همغږۍ کوم څه واورېده.
د نړۍ دولسمشرانو اونورو يادو سړو مېرمنې له خپلو مړونو سره د هرڅه ننداره خوا په خوا کوي.
ډېرې يې ان په هېوادنيو مسالو کې غبرګون هم لري خو افغانستان دا وخت د تر ټولو ياد سړي د مېرمنې کوم غبرګون هم نه ويني.
دا مېرمن اغلې زينت کرزۍ ده. نه مو يې د خواخوږۍ او نه مو يې د همغږۍ کوم څه واورېده.
د ترکيې دولسمشر رجب طيب اردوغان مېرمن مې ياده شي چې په برما کې د شخړو قربانيانو ته د مرستې لپاره ورغله، هلته يې د مينامار تورپوستې ځپل شوې ښځې په خپل غېږ کې ونيولې او ورته يې وښودله څومره خواخوږي ورسره لري.
د نړۍ د نورو مشرانو د مېرمنو په اړوند هم ورته کيسې شته خو د دې سيمې اغلې چوپه خوله ده.
د ولسمشرکرزي د مېرمنې په اړه ويل کيږي چې د طب ډاکټره ده خو دا ډاکټره که د سياست په ډګر کې د چا د فاتحې او ښادۍ د ښې نه ده، د کومې تور سرې درملنه يې هم و نه کړه، کله مو هم وا نه ورېده چې زينت ببو د کندهار جنګ ځپلو مېندو ته ورغله او د هغوئ ډاډګېرنه يې وکړه.
د خپل مشر او ولسمشر خواخوږي يې ورته واوروله، که يې کندهار تلل له وسه پور ته وي، د کابل هغه د کډوالو پنډغالى خو به ورته اسانه وي چې د هلمند جګړه ځپلي ور په کې د سر د خوندي ساتلو په پال پراته دي.
ډاکټره زينت به د ولس څه له ښېګنو ډکه مور وي، که يې د سلو افغانيو درمل د دغه پنډغالي يوې سپين سرې ته وړي واى، اغلې زينت جانه به يوازې د ميرويس او ملالې مور نه وای او ټولو افغانو ماشومانو ته به خپله مور ښکارېده.
"مېرمنې يوازې د ښاغلي کرزي د کړنو نندارې ته مه پاتې کېږه. دا ننداره به له تا خپل کارونه پاتې کړي. ستا ضمير ستا او د کرزي د کرزي دى."
که يې د يوه يخ وهلي ماشوم لپاره يوه کوچنۍ کمپل وړې واى، دا اغلې ولې د چاپه غم اوښادۍ کې نه ده.
که پلمه دا وي چې کولتوري پولو يې په مخکې ديوالونه جوړي کړي، څوک به يې ورسره و نه مني ځکه چې ستا له خونې ستا سړي دلته د انساني حقونو غږپورته کړ.
د دې هېواد په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د مېرمنو وزارت جوړ که او په هره ويناکې له ورونو مخکې خويندې يادوي، په هره غونډه کې ورته له نيمايې ډېرې مېرمنې ناستې وي، دا به ولې بيا تا ته د فعاليت اجازه نه درکوي.
هغه فعاليت چې د دې ولس حق دى او ولې به دا ښاغلى په دې ځان ملامتوي چې خپله نازولې په کور او نورو ته د کارکولو غږ کوي.
ګرانې يوازې د ښاغلي کرزي د کړنو نندارې ته مه پاتې کېږه. دا ننداره به له تا خپل کارونه پاتې کړي. ستا ضمير ستا او د کرزي د کرزي دى.
ته له خپل ضمير سره په اړيکه کې اوسه، خپل احساس ښکاره کړه هسې نه دا تاريخ ستا په نوم پسې خالي ټکي کېږدي.













