
د هندوستان په نژدې ۵۳ سلنه کورونو کې اوس هم تشنابونه نه شته.
د هندوستان په راجستان ایالت کې یو کمپاین پیل شوی، چې هدف یې د تشناب کارولو لپاره د خلکوتشویقول دي.
د هندوستان د لوېدیځ ایالت په نژدې ۳۰ کلیو کې د خپلې خوښي کار کوونکي ګومارل شوي، چې هغه کسان معلوم کړي، چې د رفع حاجت لپاره خلاصو مېدانونو او یا کروندو ته ځي.
که دغه کسان داسې یو څوک وویني، چې د کورني تشناب کارولو پر ځای یوه او بل لور ته د رفع حاجت لپاره کښینې، نو د مخنیوي پر ځای یې شور کوي، ښپېلکي وهي او یا هم ډول وهي.
په داسې کولو سره نور خلک هم متوجه کیږي.
ځايي چارواکي وايي د خلکو دا پلمه د منلو نه ده، چې دوی په کورونو کې تشناب نه لري، ځکه دوی ته په کورونو کې د تشنابونو د جوړولو لپاره پېسې ورکړل شوې دي.
د هندوستان په ډېرو کلیو بانډو کې په عام محضر کې د رفع حاجت لپاره کښېناستل عام دود دی.
"د هندوستان په ډېرو کلیو بانډو کې په عام محضر کې د رفع حاجت لپاره کښېناستل عام دود دی."
له همدې امله په دې سیمو کې د چاپېریال ککړتیا د خلکو لپاره ډېرې روغتیايي ستونزې هم راپورته کړې دي.
د هغې سر شمېرنې له مخې، چې په ۲۰۱۱ کال وشوه، ویل کیږي، چې په هندوستان کې ۶۳ سلنه کسان مبایل ټیلفون لري، خو له ګړندي اقتصادي پرمختګ سره سره د دغه هېواد په نژدې ۵۳ سلنه کورونو کې اوس هم تشنابونه نه شته.
د سر شمېرنې په بهیر کې د څه باندې ۲۴۰ ملیونه کورونو له اوسېدونکو نه په دې اړه وپوښتل شول.
په ۱۱ سوه زره کورنو کې اوس هم برېښنا نه شته.
د دغه هېواد په کلیوالو سیمو کې ۸۵ سلنه کورونو کې اوس هم د سون لپاره له لرګو او یا خوشایو نه کار اخېستل کیږي.












