
ستاسې غږ خپرونه هره اوونۍ د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي.
له اوس نه نژدې درې اوونۍ وروسته د نومبر د مياشتې په ٦ مه نيټه امريکايان د رايو مرکزونو ته ځي او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپل ولسمشر ټاکي چې ورسره اوس ټاکنيزو سياليو هم زور اخيستى.
ولسمشریزو ټاکنو لپاره کانديدان له ټاکنو وړاندې په دريو ټلويزوني مناظرو کې برخه اخلي او همدا راز له ټاکنو وړاندې د دوي مرستيالان هم په يوه مخامخ ټلويزوني مناظره کې گډون کوي.
تېره اوونې د مرستيالانو په مناظره افغانستان او له دغه هېواد څخه د امریکايي پوځیانو ایستل یوه له تودو موضوعگانو څخه وه.
په دغه مناظره کې د ديمواکرات گوند د کانديد مرستيال جوبايدن وويل چي افغانستان به په ٢٠١٤ کال کې له مهال ويش سره سم خپل ځواکونه وباسي خو د هغه سيال د جمهوري پلوي گوند د کانديد مرسيتال پال راين بيا استدلال کاوه چې د نيټې ټاکل دښمن ته جرات ورکوي او بايد له شرايطو سره سمه نيټه وټاکل شي.
له لسيزو راهېسي د متحده ايالاتونو په سياست کې دوه مخکښ گوندونه، ديموکرات او جمهوري پلوي فعال دي چې يوه يا بل ته يې خلک رايه ورکوي.
د دې اوونۍ ستاسې غږ پروګرام کې په دې موضوع غږيږو چې ولې په امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې افغانستان لپاره مهمې دي او ولي؟
که په دې اړه پوښتنه يا نظر لرۍ کولي شئ د بريښنا ليک، فيسبوک يا د خواله د رسنيو له لارې يې راسره شريک کړئ.
خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
د لنډ تيلې فوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
او د برېښنا ليک لپاره مو پته ده :[email protected]
يادونه کوو چې ستاسې غږ خپرونه په راډيويي، ويډيويي او انلاين بڼه خپريږي.
له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ
* اړينې برخې په نخښه کوي












