یان کوبېش: د افغان حکومت اقداماتو هیله مند کړي یو

د خپريدو وخت: 13:00 گرینویچ - سه شنبه 09 اکتوبر 2012 - 18 تله 1391

ښاغلی یانکوبیش وايي، چې نړیواله ټولنه د راتلونکو ولسمشریزو تاکنو مالي ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې ټاکنې باید په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.

داسې اندېښنې شته چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د امنیت او نورو برخو کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ وي. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د تابعیت د نویو تذکرو نه وېشل کېدل، د رایه ورکوونکو د نوملړ نشتوالی او امنیتي ستونزې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په وړاندې ستر خنډونه بولي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازی او د سلواکیا پخوانی دپلومات یان کوبېش وايي د ټاکنو په اړه د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو او د دولتي ارګانونو وروستيو ګامونو دوی هیله مند کړي چې ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.

" د ټاکنو په اړه یو لړ پوښتنې شته خو زه ویلی شم چې د بیلابېلو وزارتونو او ملی شورا په ګډون د افغان دولت د اړونده ارګانونو ، مدني ټولنې او د سیاسي ډلو له خوا د پام وړ پاملرنې هڅولي یو"

یان کوبیش

د ده په وینا د افغان ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې چې ویلي و، ټاکنې به په خپل وخت سل په سلو کې ترسره کیږي د افغان دولت مشرتابه له خوا تر ټولو ستره سیاسي ژمنه ده.

د نوموړي په خبره" د ټاکنو په اړه یو لړ پوښتنې شته خو زه ویلی شم چې د بیلابېلو وزارتونو او ملی شورا په ګډون د افغان دولت د اړونده ارګانونو ، مدني ټولنې او د سیاسي ډلو له خوا د پام وړ پاملرنې هڅولي یو. د دغو هڅو پایلې هم وینو، د ټاکنو په اړه له نژدې دوه کلونو وړاندې ګورو چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره کوټلي ګامونو پورته کیږي."

ښاغلی یان کوبیش وايي، چې نړیواله ټولنه د راتلونکو ولسمشریزو تاکنو مالي ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې ټاکنې باید په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي. د نوموړي په وینا ملګري ملتونه له افغان حکومت سره د مشورې له لارې په ټاکنو کې د خپل مرستندویه رول د څرنګوالي په اړه خبرې کوي.

محدوده مرسته

د نوموړي په خبره " زه ویلی شم چې نړیواله ټولنه د مالي مرستې په ګډون د ټاکنو ملاتړ ته چمتو ده. دا مرسته نا محدوده نه ده ، خو د پام وړ به وي، او هدف به یې په ښه توګه د ټاکنو ترسره کیدل وي. زه فکر کوم چې نړیواله ټولنه به په دې برخه کې د افغانستان ښه ملاتړې وي."

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لېږد او راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې ترسره کیږي او یو شمېر سیاسي کړۍ اندېښنه ښیی چې افغان ځواکونه په یواځې نه شي کولی د ټاکنو امنیت وساتي.

خو افغان امنیتي ارګانونه ډاډ ښیي چې د ټاکنو پرمهال د امنیت ساتلو توان لري او د ټولټاکنو لپاره به زمینه برابره کړي، خو دې ژمنې ته د شک په سترګه کتل کیږي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>