د تېرې پېړۍ ۱۰ په زړه پورې کورونه

کورونه

د عکس سرچینه، Sergio Pirrone

د عکس تشریح، د سمندر ښه ننداره په چیلي کې له دې کور نه کېدای شي.

کور باید یو سپیڅلی ځای وي. داسې ځای چې تاسو په کې ځان خوندي احساس کړئ. د یوې اوږې کاري ورځې په پای استراحت او ارام په کې وکړئ. یا هم هغه ځای چې تاسو په کې له خپلو دوستانو او ملګرو سره بنډار وکړئ خو اوس مهال کور هغه ځای ته هم ویل کېږي چې تاسو په کې کار او زده کړه کوئ.

د شلمې پیړۍ لومړیو کې داسې لارې چارې او ساختماني توکي وموندل شول چې پر مټ یې انجینرانو او د هغوی مشتریانو د کورونو جوړولو په برخه کې نوښتونه وکړل او دا یې ثابته کړه چې خلک د ژوند کولو لپاره څنګه او چېرته کور جوړولی شي.

د کورونو په اړه په یوه نوي کتاب کې چې هاوسیس (کورونه) نومېږي د کورونو یا د اوسیدو ځای په اړه د خلکو د طبعیت، د کورونو د بڼې او کورني ژوند په اړه معلومات راټول شوي. په دې کتاب کې د وښو په منځ کې له جوړ شوي کور نه نیولې، د سویډن په ځنګل او کلفورنیا په دښته کې د جوړ شوي کور په اړه هم معلومات شته.

په دې کورونو کې شیشه يي، ساده، لوی سالون لرونکي او داسې کورونه شامل دي چې له شاخوا شته موادو جوړ شوي او دا خبره یې جوته کړې چې هېڅ شی ناممکن نه دی. دلته د څو زړه پورې کورونو په اړه معلومات درکوو.

ګراهم هاوس، کاناډا

کورونه

د عکس سرچینه، Ezra Stoller/Esto, Courtesy F2 Architecture

ګراهم هاوس تکړه کاناډايي انجینر ارتر ایرکسن له جوفري میسي سره له اوږدو سلا مشورو وروسته ډیزاین او د وانکوور په لویدېځ کې جوړ کړ. په یوه سخته ځمکه چې ډبرې لري د دې څلور پوړیزه کور د جوړولو چارې په ۱۹۶۳ میلادي کال کې بشبړې شوې. دا له شیشو جوړ او پر ستنو ولاړ کور په هر پوړ کې د اوسېدو پراخ ځای او یو بالکن درلود چې ترې د شاخوا سیمې ښه ننداره کېدای شوه.

د کور ډیزاینر ارتر اریکسن چې اوس مړ شوی د ګراهم هاوس په اړه لیکلي: ''په یوه سخته ځمکه کې چې د کور جوړول په کې ناشونی بریښېده د ګراهم هاوس (کور) ډایزاین زما شهرت د یوه انجینر په توګه ډېر کړ. ''

سره له دې چې ګراهم هاوس د خلکو ترمنځ مشهور و په ۲۰۰۷ کال کې دا کور ویجاړ کړای شي.

صحرايي کور، امریکا

کورونه

د عکس سرچینه، Jim Jennings Architecture

انجینر جیم جینګس او تریسا بیسال د دې صحرايي کور پر جوړولو ډېره موده ولګوله. د کور جوړولو لپاره یې ځمکه په ۱۹۹۹ میلادي کال کې واخیسته خو له هغه وروسته یې لس کاله په بل ځای کې ژوند وکړ. جینګس یوې مجلې ته په دې اړه ویلي و ''کله چې تاسو په خپله هم ډیزاینر او هم مشري یاست بیا نو بیړه نه کوئ، ډېر ځله هرڅه ساده ښکاري خو تاسو پوهېږئ چې هرڅه به ډېر ستونزمن وي. ''

د دوه اعشاریه څلور متره لوړو کانکریټي دیوالونو لرونکی دا کور اوسپنیز بام (چت) او دوو خواوو ته حویلۍ لري. د کور نه په نژدي غرونو کې د ونو او شین اسمان ننداره کېدای شي. د دې کور بام داسې ډیزاین شوی چې له اړتیا سره سم رڼا پرېږدي چې کور ته دننه شي او یا هم سیور وکړي.

اېجلنډ هاوس، امریکا

کورونه

د عکس سرچینه، Paul Bardagjy

د انجینر بریسي چن لخوا د دې کور چې اېچلنډ هاوس نومول شوی عصري نقشه جوړه شوې ده. د امریکا په ټکساس ایالت کې د دې کور ځمکه مخکې شاړه وه خو انجینر بریسي چن ورته نقشه ډایزاین کړه او دا کور پرې جوړ شو. د کور جوړولو لپاره دوه متره بنیادونه وکېندل شول او چارې یې په ۲۰۱۲ کال کې بشبړې شوې.

کور داسې ډایزاین شوی چې که څوک په کې وي نو له نژدي سړک نه ښکاري، داسې ساختماني مواد په کې کارول شي چې کور په ژمي کې تود او په اوړي کې یخ ساتي. په کور کې د خوب او ناستې ځایونه په دې موخه سره جلا شوي او ترمنځ یې کوم داهلیز نه دی جوړ شوی چې کور کې اوسېدونکي خلک وهڅوېږي چې ډېر وخت په ازاده فضا کې تېر کړي.

ایټسورا هاوس، جاپان

کورونه

د عکس سرچینه، Life Photo Works Osamu Abe

د کنج په څېر جوړ د دې لرګین کور ډېره تکیه پر دوو لرګینو ستنو ده او دریمه برخه یې پر غونډې ایښودل شوې. د کور لرګي د سیمې دي او ډایزین یې داسې شوی چې په کور کې د تودوخې درجه له اړتیا سره سم ساتل کېږي، کور ته کافي او اړتیا وړ اندازه رڼا پرېږدي چې دننه شي او هم د کور کې خلک پناه کوي.

په دې کور کې د ناستې ځای په اوږدې څنډې کې دی او په کوچنۍ څنډه کې یې د خوب لپاره ځای جوړ شوی دی.

د معمارۍ کمپنۍ لایف سټایل د کور شاخوا ته ۶۰ ونې هم په دې هیله کینولې وي چې د وخت له تېریدو سره کور او سیمه له یو بل سره تړلي ښکار شي ځکه چې د هوا حالات په کور کې د استعمال شویو لرګیو رنګ بدلولی شي.

بکافولډ ۱ ایسلنډ

کورونه

د عکس سرچینه، Íris Ann

په ۱۹۶۰ کال کې په پاریس کې له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته هوګانا سیګورو ډوټر د ایسلنډ لومړۍ ښځینه انجینره شوه چې په مسلکي ډول یې د کور نقشه ډیزاین کړه. څوکاله وروسته هغې د یوې لویې ودانۍ نقشه هم ډیزاین کړه چې د هېواد په کچه په لویو ودانیو کې شمېرل کېږي.

دغې اسلنډۍ انجینرې په ۱۹۶۳ کال کې د شپږو غړو یوې کورنۍ ته ویلي وو ''زه تاسو ته داسې ځاله جوړوم چې مخې ته به یې د خونديتابه لپاره درې غونډې وي. '' هغې همداسې وکړل او خپلې ژمنې سره سم یې بکافولډ ۱ کور ډیزاین کړ.

دا کور کانکریټي دی او دننه په کې ډېر فرینچر ځای پرځای شوي دي.

د غونډې پر څوکه کور، اسپانیا

کورونه

د عکس سرچینه، Jesús Granada

د اسپانیا په ګرانډا سیمه کې د غونډې دپاسه دا جوړ شوی کور تر ډېر ځمکه کې خښ دی. دا کور مشهورو انجینرانو لکه پابلو ګېل او جیمي بارټلومي 'موقتي څمڅه ' بللې ده. دا کور انټن ګوډي چې په اسپانیا کې د عصري ودانیو د ډایزاینولو لپاره مشهور دی ډیزان کړی دی.

د دې کور د جوړولو چارې په ۲۰۱۵ کال کې بشپړې شوې.

کور داسې دیزاین شوی چې د تودوخې درجه په کې په طبعي ډول ساتل کېږي یعنې په ژمي او اوړي کې په کور کې د تودوخي درجه ۱۹ اعشاریه ۵ درجې وي.

د دې دوه پوړیز کور چوکاټونه اوسپینز دي او چت یې له کانکریټو جوړ شوی. د کور په حویلۍ کې د لامبو وهلو عوض جوړ شوی او مخامخ ورته د مدیتراني سندر دی.

د کور د نقشې انجینر ویلي ''د کور بام داسې ډیزاین شوی چې که لاندې نه ورته وکتل شي نو د یوې داسې اژدها په څېر ښکاري چې ناست وي او که له پاس نه ورته وکتل شي نو د سمندر د څپو په څېر ښکاري. ''

ډراګ سپېل هاوس، سویډن

کورونه

د عکس سرچینه، Christian Richters

ډراګ سپېل په سویډني ژبه اکاردون ته وايي او دا کور هم د پرانستي اکاردون په څېر ډیزاین شوی دی. سویډن کې د اوري ګلا جهیل په څنډه کې دا کور د ۱۹ پیړۍ په وروستیو کې جوړ شوی دی.

د کور کړکۍ یې په پوستکي کې پټې دې. پر کور غوړول شوی لرګین پوستی د هوا له بدلېدو سره خپل رنګ بدلوي او بله خبره یې دا ده چې د کور مخکینۍ برخه په اوړي کې د جهیل تر اوبو پورې اوږېدای شي او کړکۍ یې هم پرانستل کېدای شي چې د جهیل د اوبو غږ واورېدل شي.

دا کور داسې ډیزاین شوی چې په هر موسم کې له اړتیا سره سم لوی یا کوچنی کېدای شي.

ټېل هاوس، چیلي

کورونه

د عکس سرچینه، Sergio Pirrone

د چیلي په نواډاډ کې د سندر په غاړه دا کوچنی کور (ټېل هاوس) د اونۍ په پای کې د رختصۍ تېرولو په موخه جوړ شوی دی.

دا کور له نژدي سړک نه ښکاري، اشپزخانه او د ناستې ځای یې ګډ دی خو له بالکن نه یې د سمندره ښه ننداره کېږي.

د کور نوره برخه وېده کېدو او د خوړولو ځای ته ځانکړې شوې ده.

د خوب کوټې یې له یو بل نه جلا دي او پر ټول کور یو چت اچول شوی چې سطحه یې له ځمکې سره برابره ده.

په دې کور کې له لرګي نه جوړ د 'کیوبا ' په نامه جکوزي هم شته چې اوبه په کې د لرګیو په سوځولو تودېږي.

کریسچ مینه، امریکا

کورونه

د عکس سرچینه، Errol Jay Kirsch Architects

د امریکا په ایلنوای ایالت کې د اوک پارک سیمې په لمنو کې دا کور د ایرل جی کریسچ لخوا په ۱۹۸۲ کال کې ډیزاین او جوړ شوی دی.

د دې په څېر کورونه ډېر ځله په ساینس فیکشن فلمونو کې تر سترګو کېږي. د کانکریټي دیوالونو ترمنځ جوړ دا کور یو ډول ته سړي ته د خوندیتوب احساس ورکوي.

سربېره پر دې په چت کې یې کور ته رڼا او لمر د راتګ په موخه کړکې جوړې شوې دي.

ملاټور هاوس، وېلز

کورونه

د عکس سرچینه، Architecture UK/Alamy

یو پخوانی پوځي سنګر د کور په ډول د جان کپلیکي او امینډا لیویټ لخوا چې ښځه او خاوند او انجینران دي ډیزاین شوی دی. د بریتانیا په وېلز کې د سمندر پر غاړه دا کوچنی کور دوه د خوب کوټي لري.

په ۱۹۹۸ کال کې دا کور داسې جوړ شوی چې د ځمکې سطحه په کې په خپل حال پاتې شوه.

د کور چت له لرګي جوړ شوی چې د ځمکې له سطحې سره برابر دی او له لرې نه ښکاري.

په کور کې دننه یوه اشپزخانه، یو تشناب، د ناستې کوټه چې یو لوی کوچ په کې ایښودل کېدای شي او د اور بلولو ځای شته.

د دې کور یوازینۍ نښه دا ده لکه یوه سترګه چې سمندر ته ګوري.