له لرګیو جوړ نارویژي کورونه

په ناروی کې له لرګیو د جوړو شویو لرغونو کورونو انځوریز رپوټ. دغه انځورونه د بي بي سي ابراهيم اميري اخيستي.

ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، څو پیړۍ پخوا د ناروی خلکو له لرګیو جوړ داسې کورونو کې ژوند کاوه
ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، دا د ناوری د پخوانیو خلکو د لرګینو کورونو ترڅنګ د توکو زیرمتون دی چې پر ډبرو د دې لپاره جوړیده چې توکي نمجن نه شي.
ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، ځیني زیرمتونونه په دې بڼه په دې خاطر جوړیدل چې موږکان ورپورته نه شي.
ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، د ناروی پخوانیو خلکو په خپلو دغو زیرمتونونو کې کبان وچول او نورو خوراکي توکې یې په کې زیرمه کول.
ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، د دې لپاره چې د لرګینو کورونو دیوالونه سره ونه خوري لرګي له یو بل سره پېل شوي دي.
ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، د ناروی پخوانیو خلکو خپل تشنابونه او پخلنځي د خپلو کورونو په څنګ کې له لرګیو جوړول.
ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، له لرګیو جوړ د پخوانۍ زمانې دا ناروژي کورونه اوس د لیلهمر په نامه ښار کې نندارې ته ایښودل شوي.
ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، د دې لرغونو لرګینو کورونو نندارې ته هرکال ګڼ شمېر خلک له بېلا بېلو هېوادونو ورځي.
ناروی

د عکس سرچینه، BBC/Pashto

د عکس تشریح، د پخوانیو کورونو په موزیم کې ځیني عصري کورونه هم نندارې ته ایښودل شوي او دا بیان شوي چې ځنګه د ناروی خلکو د خپلو کورونو بڼه بدله کړه.